سپي د څښتن پور پرې کولو لپاره لیلام ته وړاندې شول

په اوکراین کې یوې محکمې له یوه پوروړي کس نه د پیسو ترلاسه کولو لپاره د دې کس د لوړ نسل دوه سپي‌ ضبط کړي دي او اوس یې پر انټرنټ لیلامۍ یا بولۍ ته وړاندې کړي.‌

پارلمان کې د اپوزېسیون ډلې یوه وکیل دا موضوع را پورته کړې او اوس د محکمې پر دې حکم سختې نیوکې شوې دي.‌

دغه سپي پر هغه دولتي‌ وېبپاڼه بولۍ ته وړاندې شول چې د ضبط شویو توکو او ملکیتونو لپاره ځانګړې شوې،‌ او په پیل کې خلکو فکر کاوه چې دا هسې یوه ټوکه ده.‌

خو وروسته خلک پوه شول چې دواړه سپي اصل ي‌ دي. په دوی کې یوه سپي مشتري هم موندلی، خو تر اوسه کوم یو خرڅ شوی نه دی.‌

په دوی کې د یوه سپي بیه ۴۸ ډالره ټاکل شوې وه او د بل هغه بیه تر دې یو څه کمه وه.‌

د پارلمان د اپوزیسیون غړي میخایلو وولینیټس د بولۍ د پاڼۍ عکسونه پر خواله رسنیو شریک کړي او د محکمې پر پرېکړه یې نیوکې کړې دي.‌

خو د اوکراین د عدلیې وزیر ډېنس مالیوسکا بي‌ بي سي ته ویلي، باید دا سپي یې له څښتنه ضبط کړي وای.‌

نوموړی وایي، که څه هم دا سپي‌ د څښتن د پور له کبله ضبط شوي،‌ خو ځينې وخت دا کار پخپله د سپیو په ګټه هم تمامېږي،‌ په ځانګړې توګه کله چې له سپیو سره ظلم کېږي.

ښاغلی مالیوسکا وایي،‌ اکراین کې سپي‌ یوازې د څښتن پور ترلاسه کولو لپاره نه ضبطېږي، بلکې ځینې مواردو کې ضبط شوي سپي پر خلکو خولې لګوي، او یا یې هم څښتن سمه ساتنه نه کوي.‌

د عدلیې وزیر همدا راز اشاره وکړه چې ښایي په دغو دوو سپیو کې یو دی پخپل رانیسي، او دا هیله یې هم څرګنده کړه چې پر انټرنېټ د سپیو بولۍ ښایي‌ بندې شي.

په اوکراین کې عام وګړي په ورځني ژوند کې له اقتصادي ستونزو سره مخ دي‌، د تقاعد پیسې په کمېدو دي او د ګاز او برېښنا بیه ورځ تر بلې لوړېږي.‌

سږ کال پارلمان کې د واکمن ګوند پر یوه غړي‌ وروسته له هغه نیوکې وشوې چې یوې بې وزله متقاعدې ښځې ته یې وویل چې خپل سپی خرڅ کړي.‌

ډېری وخت ضبط شوي کورني حیوانات د پورړوي‌ کس د خپلوانو لخوا بېرته اخیستل کېږي او اصل څښتن ته بېرته ورکول کېږي.‌