'سپي داړلی ماشوم اوس د سپي اوازونه باسي'

    • Author, ریاض سہیل
    • دنده, بي بي سي اردو، کراچۍ

پاکستان کې پر خواله رسنیو یوه ویډیو لاس په لاس کېږي چې په هغه کې یو ماشوم سپي داړلی او روغتون کې پروت دی او د سپیو اوازونه وباسي.

د چارشنبې په ورځ په دې خپره شوې ویډیو کې ادعا شوې چې دا د پاکستان د سند ایالت یوه سیمه ده او له همدې امله دا ویډیو په وټسپ، فیسبوک او ټویټر کې لاس په لاس کېږي.

د یوې دقیقې او ۲۲ ثانیو دې ویډیو کې ښکاري چې یو اته کلن ماشوم د روغتون په چپرکټ کې پروت دی.

په دې ویډیو کې دا معلومیږي چې دا ماشوم نارینه دی او د ترمامیټر په واسطه یې تبه ورمعلوموي. د ویډیو په لړ کې داسې ښکاري چې ماشوم خپله ژبه وباسي او شونډې څټي او د سپي په څېر اوازونه کاږي.

د دې ویډیو له مخې د سند په روغتیايي ریاست نیوکه کېږي چې د ماشوم د روغتیا په برخه کې پاتې راغلی او روغتون کې د واکسین امکانات نشته.

د ویډیو حقیقت څه دی؟

تېره شپه د روغتیا ریاست په یوه بیان کې ویل شوي چې د دې ویډیو د حقیقت موندلو د پلټلو په اړه د ولسوالیو ټولو روغتیايي مرکزونو ته خبرداری ورکول شوی دی.

په بیانه کې زیاته شوې، چې له دې ویډیو داسې نه ښکاري چې دا دې کراچۍ، سند او یا کوم بل ښار وي ځکه داسې چپرکټ او روجايي په یوه روغتون کې هم نه کارېږي.

کله چې بي بي سي د دې څېړنې په اړه روغتیايي مرکز ته وویل، نو معلومه شوه چې دا ویډیو په یوټیوب کې وه او په ۲۴ سېپټمبر کې له هند څخه اپلوډ شوې وه.

په دې وخت کې دا ویډیو پر ګڼو یوټیوب چینلونو شته او د ځینو ایکاونټونو له خوا دا ویډیو اېډیټ شوې هم ده، په زړه پورې خبره بیا دا ده چې دا ویډیو له یوټیوب چینل څخه دمخه په لومړي ځل د عاشم اوم پرکاش له ایکاونټه په ۲۳ سېپټمبرخپره شوې ده.

دا ویډیو هغه وخت خپره شوه چې د اکتوبر په ۱۸ م په شکارپور کې یو لس کلن هلک هغه وخت مړ شو. هغه سپي داړلی و او بیا په روغتون کې د واکسین د نشتوالي له امله ومړ.

د میرحسن په نوم د دې هلک وروستۍ ویډیو هم خپره شوې وه. د نوموړي د ویډیو له خپرېدو وروسته د پاکستان پیپل ګوند پر مشر بلاول بوټو هم نیوکه وشوه.

سند کې دا پېښه چې ماشوم د سپي له خوا وداړل شو څومره لویه شوه؟

تېره میاشت د سنده ایالت د روغتیا وزیر عذرافضل پیچوهو د دې ایالت پارلمان خبر کړی و چې روان کال تر جولای میاشت پورې له ۹۲ زرو زیات د سپيانو له خوا د داړلو پېښې ثبت شوي دي.

د دې په وینا، د سپیو د نفوس کنټرول یوازینۍ لار د دوی لېرې کول دي.

په شکارپور کې د هغه ماشوم له مړینې وروسته چې سپي داړلی و د روغتیا وزارت ویلي و چې دا ماشوم د سپي له داړلو څو ورځې وروسته روغتون ته راوړل شو او د دې ویروس له ککړېدو وروسته یې مور او پلار خبر شول. له پېښې وروسته، د سند حکومت شکایتونه هم ثبت کړي دي.

د ثبتونې مسول جاوېد احمد بوټو بي بي سي ته وویل چې له سکر، ګهوټکي،میرپور ماتهیلو، شکارپور، خیرپور، سانګر، نوابشاه، نوشهرفیرزو، ټنډوالهیار، عمر کوټ، سجاول، میهړ څخه شکایتونه راغلي دي.

هغه ویلي چې خلک لا خبر نه دي چې د سپي د داړولو واکسین په ځانګړي روغتیايي مرکزونو کې شته.