کورونا وېروس: کوم ځای کې خطر ډېر دی؟ کور، دفتر که بهر؟

د عکس سرچینه، Getty Images
څومره چې په تدریج سره بندیزونه نرمیږي او ټولنیز چاپیریال او فعالیتونه پيلیږي، هماغومره د کورونا وېروس خپرېدل او پرې اخته کېدلو امکان زیاتیږي، په دې سره د وېروس د دویمې څپې د خپرېدو وېره زیاتیږي.
نو په بس کې د یو چا پرنجي زما لپاره څومره خطرناک دی؟ آیا زه باید حتما رستوران ته ولاړ شم؟ او یا عامه ترانسپورټ وکاروم؟
د بدن دفاعي سیسټم له کارپوه او بیولوژۍ له مرستیال پروفیسر ارېن برومېج سره مو په دې اړه خبرې کړې چې پر کوویډ-۱۹ د اخته کېدو خطر مخه څنګه نیول کېدای شي.
خلک کوم ځای پر ناروغۍ اخته کیږي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
ډاکټر برومېج وايي اکثره خلکو ته په کورونو کې د ننه د کورنۍ له یوه غړي د دوامدار تماس په پایله کې دا ناروغي لیږدیږي.
خو له کوره دباندې څنګه؟ آیا په پارک کې د قدم وهلو پرمهال هم له خطر سره مخامخ یو؟ آیا دا یوه بې پروان دوښمن دی چې له ماسک پرته موږ ته را رسیږي؟
د پروفیسر ځواب دادی چې نه، ښايي داسې ونه شي.
هغه بي بي سي ته وویل چې په ازاده هوا کې خطر کم دی ځکه چې نفس ویستل کیږي او ډېر ژر ، ډېر ژر په هوا کې تيتیږي/ خواره واره کیږي. دا د ښاغلي برومیج په وینا په دې مانا ده چې وېروس دومره په هوا کې نه پاتې کیږي چې تاسې ته ورسیږي.
ده په یوه مقاله کې لیکلي: " پر وېروس د اخته کېدو لپاره باید کافي وخت له هغه سره مخامخ شئ. ځینې په وېروس د اخته کېدو لپاره د مېرس او سارس وېروسونو اړونده څېړنو له مخې اټکل کوي چې د سارس -کوویډ۲ له ۱۰۰۰ وېروسي عناصرو سره باید مخامخ شئ."

د عکس سرچینه، Getty Images
دا شمېره د ډېر بحث وړ ده او په کار ده چې د تجربو له مخې مشخص کړل شي، خو پر وېروس د اخته کېدو څرنګوالي مالومولو لپاره یو ګټور سند دی.
خو دی وايي بنسټیزه خبره داده چې دې شمېرې ته له بیلابیلو لارو رسېدلی شو: " د ۱۰۰۰ ویروسي عناصرو له لارې چې په یوه نفس کې یې اخلئ ... او یا ۱۰۰ ویروسي عناصره چې په لس ځله نفس اخستلو کې یې ترلاسه کوئ او یا لس وېروسي عناصر چې په سل ځله نفس کې اخلئ، په دې ټولو حالاتو کې په وېروس اخته کېدل شونې دي".
دا په دې مانا چې په هغو حالاتو کې چې موږ له ناروغانو سره ډېر لنډ وخت تېروو، ټولنیز واټن ته په پام سره ښایي په وېروس اخته نه شئ.
هغه کسان چې علایم لري:
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ YouTube پای
ټوخی او پرنجی واقعا چې وېروس خپروي خو تر ډېره حده په بیلابیلو اندازو سره.
ډاکتر برومیج وايي یو ځل ټوخی په یوه ساعته کې د اتیا کیلومتره چټکوالي په لرلو سره ۳۰۰۰ څاڅکي خپروي . ډېر څاڅکي تر ډېره حده لوی وي، د ځمکې جاذبې له امله ژر لاندې غورځي، خو ځینې نور بیا په هوا کې پاتې کیږي او کولی شي چې ټوله کوټه کې خپاره شي.
خو که بل کس چې په یوه لفټ کې له تاسره وي وپرنجېده نو ستونزه مو لس برابره زیاتیږی.
ډاکټر برومېج وایي یو پرنجی ۳۰ زره څانګي خپروي او اوږد مزل کوي، خونه کې په اسانۍ خپرېدلی شي او چټکوالی یې په یوه ساعت کې ۳۲۰ کیلومترو ته رسیږي.
د هغه په وینا د ناروغ یو ځل پرنجي او یا ټوخي څاڅکي ښايي تر ۲۰۰ ملیونه ویروسي عناصر ولري. نو که ناروغ مخامخ درته پرنجی او یا ټوخي وکړي نو په اسانۍ تر ۱۰۰۰ ویروسي عناصرو د تنفس له لارې اخستلای شئ او ناروغیږئ. ځینې په وېروس ککړ څاڅکي ډېر واړه وي او په هوا کې څو دقیقې پاتې کیږي، که دې موده کې څوک خونې ته ننووځي نو امکان لري چې په وېروس اخته شي.
هغه ناروغان چې علایم نه لري:

د عکس سرچینه، Getty Images
مالومه ده چې کېدای شي یو څوک پر کورونا وېروس اخته وي او تر پنځو ورځو یې نښې ونه لري او په ځینو کې ښايي هیڅکله نښې را ښکاره نه شي. له دې ور هاخوا د تنفس له لارې هم د وېروس په چاپیریال کې د وېروس کاپي خپریږي.
خو څومره؟
ډاکټر برومېج وايي یو ځل تنفس سره د ۵۰ او ۵۰۰۰ ترمنځ څاڅکي خپریږي. د اکثرو چټکوالی کم وي او ژر په ځمکه غورځي. تنفس که له پوزې هم وي نو څو څاڅکي خپریږي.
هغه بي بي سي ته وویل دا څاڅکې ډېر فلټر شوي او مخامخ ځمکې ته ځي نو په نفس اخستلو سره لږ ویروسي عناصر لیږدوي. او مهمه خبره داده چې د ژور تنفس لپاره د قوې نشتوالي له امله وېروسي عناصر د تنفس سېسټم له ښکتنیو برخو نه راووځي.
دا ټکی ځکه مهم دی چې په ښکتنیو برخو کې شته نسجونو کې په لویه کچه کورونا وېروس متمرکز دی.
پوهیږو چې د سارس- کوویډ۲ څومره ویروسي عناصر له تنفس سره بهر راووځي، خو ډاکټر برومېج د یوې څېړنې په حواله وايي چې په انفلونزا/ والګي اخته کس په هره یوه دقیقه تنفس کې د آر اېن اې وېروس له درې تر دوه کاپۍ خپروي.

د عکس سرچینه، Getty Images
که دا شمېره پر کورونا وېروس تطبیق شي نو یو ناروغ په یوه دقیقه کې ۲۰ کاپۍ په چاپيریال کې خپروي. نو اړتیا ده چې د ناروغ له خوا هر خپور شوی ویروسي عنصر د ۵۰ دقیقو لپاره تنفس کړې چې شمېر ۱۰۰۰ کاپیانو ته ورسیږي وړاندې پرې خبرې وشوې او پر ویروس داخته کېدو لپاره اړین دي. ( دا شمیر یوازې یو ریفرنس دی لا یې هم دقیق ارزښت نه دی مالوم)
نو که له ناروغ سره په یوه خونه کې پاتې شئ او هغه ټوخی یا پرنجی ونکړي نو پر ناروغۍ د اخته کېدو امکان کم دی.
ډاکټر برومېج وايي د خبرو پرمهال د تنفسي جهاز څاڅکې په یوه دقیقه کې له شاوخوا لسو تر ۲۰۰ کاپیانو زیاتیدای شي. او په سندرو ویلو او چیغو وهلو دا کچه په ډراماتیکه توګه زیاتیږي.
هغه بي بي سي ته وویل: "د چیغو وهلو او یا سندرې ویلو پرمهال د فشار له امله د سږو له تله څاڅکې را پورته کیږي ". دا څاڅکي له هغه ځایه راځي چېرته چې نسجونه د ککړېدو له ډېر خطر سره مخامخ دي.
له دې سره سره دا ډېر اسانه نه ده چې له دې لارې په وېروس اخته شئ، څېړنې ښيي چې ډېر کله او ښايي له کوره دباندې اکثرا هغه کسان وېروس نورو ته لېږدوي چې نښې نه لري.
کوم چاپیریال په ځانګړې توګه ډېر خطرناک دی؟

د عکس سرچینه، Getty Images
ښکاره خبره ده هغه کسان له ډېر خطر سره مخامخ دي چې له ناروغانو سره مخامخ سروکار لري.
ځینې ځایونو کې وېروس ډېر خپریږي لکه سیاحتي بیړۍ چې ښايي د ډېرو به په یاد وي. ډاکټر برومېج هغو پېښو ته اشاره کوې چې دفترونو ، سپورټ او نورو ټولنیزو مناسبتونو پرمهال د زوکړې ورځې لمانځنې، جنازو او ډله ییزه سندرو ویلو پرمهال شوي دي.
دا ډول مناسبتونو کې ګډونوال د وېروس خپریدونو ډېر خطر سره ځکه مخامخ وي چې دوی هلته ډېر د یوه چت لاندې له ناروغ کس سره ډېر وخت تېروي.
ډاکټر برومېج وایي آن که داسې ځایونو کې که ۱۵ متره واټن هم وساتل شي د وېروس لږه اندازه ډوز چې په هوا کې وي دوی ته رسیږي او دا پر وېروس د اخته کېدو لپاره کافي ده.
که کارونه د معمول په څېر بیا پیل شي نو یو شمېر کسان به اندېښنه ولری.
هغه دفترونه چې د یوه چت لاندې ډېر کسان یو ځای کار کوي تهویه یې هم سمه نه وي ډېرې ستونزې زیږوي. ډاکټر برومېج په سویلي کوریا کې د بېلګې په توګه د هغه دفتر یادونه کوي چې له ۲۱۶ کارکوونکو یې ۹۴ تنه پر وېروس اخته شوي وو.
د غاښونو ډاکټران او د زده کړې په مرکزونو کې کارکوونکي او ښوونکي په ځانګړې توګه له ډېر خطر سره مخامخ دي.
په ودانیو کې دننه یا بهر کارونه؟

د عکس سرچینه، Getty Images
ډاکټر برومېج وايي چې له ازاد چاپیریال د کورونا وېروس د لیږد ډېرې لږې پېښې ثبت شوي دي.
باد او ازاده فضا د وېروس وزن کموي او ښايي د لمر وړانګې، ګرمه هوا او رطوبت هم د وېروس پر پایښت اغیز ولري. د ټولنیز واټن په ساتلو او د فعالیتونو پر کمولو خطر کمېدای شي. خو په بنده فضا کې ځینې فعالیتونو ښايي ډېر خطرناک وي.
هغه مناسبتونه چې خلک په کې خبرې کوي، سندرې وايي او یا چیغې وهي طبیعي خبره ده چې ډېر خطر لري او داسې ځای کې د ټولنیز واټن ساتل لږ اغیز لري. په ځانګړې توګه هغه ځای کې چې د هوا جریان سم نه وي ډېرې ستونزې رامنځته کېدای شي.
که پيرېدونکي په مغازو کې نسبتان لږ وخت تېر کړي نو له له لږ خطر سره مخامخ دي.
د خطر ارزونه:
ډاکټر برومېج وايي دا چې بندیزونه نرمیږي نو باید خطر ته په پام د خپلو فعالیتونو ارزونه وکړو. په بندو ځایونو کې باید د هوا مقدار، په یوه وخت کې د شته کسانو او دا چې هلته څومره وخت تیروئ په پام کې ونیول شي.
هغه زیاته کړه: " که لږ شمېر خلک ښه تهویه لرونکي ځای کې پاتې شي خطر کم دی. که دفتر کې د ګڼو کسانو ناسته یوه چټ لاندې وي نو حتمي ده چې د هوا مقدار، د کسانو شمېر او د هوا جریان ته په کتو د خطر دقیقه ارزونه وشي. که دنده مو داسې وي چې مخامخ له خلکو سره خبرې کوئ او یا په لوړ اواز خبرو ته اړتیا لرئ نو باید د خطر ارزونه وکړئ "
ډاکټر برومېج د شاپنګ سنتر مثال راوړي او وایي چې که د هوا کثافت لږ او چت لوړ وي او لږ وخت تېرکړئ نو پر وېروس د اخته کېدو امکان لږ دی خو د داسې مرکزونو کارکوونکي چې هلته ډېر وخت تېروي له ډېر خطر سره مخامخ دي.
په ازاده فضا کې پر ویروس د اخته کېدو امکان ډېر لږ دی ځکه په وېروس ککړ څاڅکي ژر تیتیږي خو باید وخت او ډوز په پام کې ونیسئ.
خو ډاکټر برومېج ټېنګار کوي چې د شیانو سطحې ته باید پام وکړئ ځکه دا خپاره شوي څاڅکي پر یو څه پرېوځي نو باید لاسونه بیا بیا ووینځل شي او مخ ته لاس مه وړئ.








