تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
چینايي مور او پلار ۳۲ کاله وروسته خپل ورک زوی وموند
چینايي مور او پلار له خپل هغه ورک شوي زوی سره ۳۲ کاله وروسته یو ځای شوي، چې ۱۹۸۸ کال کې له یوه رستورانه تښتول شوی و. ماو ین د تښتول کېدو پر مهال دوه کلن و او هغه مهال یې پلار د اوبو ورکولو لپاره ترې ګرځېدلی و.
وروسته یې مور پلار د هېواد په لر او بر کې پسې ګرځېدلي او مور یې د بیا موندنې لپاره تر ۱۰۰ زره ډېر اعلانونه ویشلي وو.
اوس پر دوشنبه دغه کورنۍ د پولیسو په یوه خبري غونډه کې یو ځای شوه او ین چې اوس ۳۴ کلن دی وايي، له دې وروسته به له مور پلار سره یو ځای ژوند کوي. مور یې لي ژینجینګ وویل:
''غواړم د هغو لسګونو زره خلکو مننه وکړم چې له موږ سره یې (په لټون کې) مرسته وکړه. ''
ماو ین ته څه ورپېښ شوي و؟
نوموړی د ۱۹۸۶ کال د فبرورۍ پر ۲۳ مه زېږېدلی و. مور یې د هغه له موندل کېدو مخکې تېر جنوري کې له ساوت چاینا مارننګ پوسټ نومې ورځپاڼې سره مرکه کې ویلي و زوی یې (رک روغ، ښایستوکی او ځېرک) ماشوم و.
د ۱۹۸۸ کال اکتوبر پر ۱۷ مه یې پلار ماو ژینجینګ په شانکشي ایالت کې له وړکتونه کور ته راوړ، چې ماشوم د اوبو غوښتنه کړې وه. پلار یې د یوه رستوران په دروازه کې د تودو اوبو یخولو لپاره څو شېبې تم شوی و او په دې کې ماشوم تری تم شوی و.
له هغه وروسته یې مور او پلار ډېر لټون کړی و، اعلانونه یې ویشلي و، یو مهال یې ګومان کړی و، چې ویې موند، خو هغه هم دروغ وختل.
مور یې دنده د دې لپاره پرې ایښې وه، چې د زوی لټون لپاره وخت ومومي، پر ګڼو ټلویزیونونو یې مرکې کړې وې.
د دولتي رسنیو په رپوټونو کې ویل شوي، مېرمن لي د (ماشوم بېرته کور ته ستون شو) په نامه خیریه ټولنې سره د رضاکارې په توګه کار وکړ او ۲۹ بې درکه شوي ماشومان یې له مېندو پلرونو سره یو ځای کړل، خو خپل زوی یې لا هم بې درکه و.
ماو څنګه وموندل شو؟
په اپریل میاشت کې دولتي رسنیو وویل، په پولیسو ته معلومات رسېدلي چې په سیچوان ایالت کې د ماو له پلرني ښاره نژدې ۶۲۰ کیلومتره لېرې یو سړي د لویولو لپاره کلونه مخکې یو ماشوم راوړی و.
پولیسو دغه سړی وموند چې اوس ۳۴ کلن دی او د ماو ژینجینګ او لي ژینجینګ سره یې ډي این اي ازموینه مثبته راغله. د دغه سړي نوم ګونینګنیګ ته بدل شوی وو او د کورونو ډول سینګار کاروبار کوي.
نوموړی وايي، د راتلونکي په اړه ډاډه نه دی، خو په خبره یې له مور - پلار سره به وخت تېروي.
پولیس وايي، د ماشومتوب پر مهال ماو پر یوې بې اولاده جوړې د ۶۰۰۰ یووان چې د نن په حساب د ۸۴۰ امریکايي ډالرو معادل کېږي، پلورل شوی و.
مېرمن لي ته د مې پر لسمه نېټه دغه زیری ورکړل شوی و، چې په چین کې د مور ورځې په توګه لمانځل کېږي.