ایران کې د محمد ثلاث له اعدام دوه کاله وروسته د هغه بیا محاکمه کېدل

په ایران کې د انقلابي محکمې له خوا د محمد ثلاث تر اعدامېدا دوه کاله وروسته، د تېرې شنبې په ورځ د هغه د محاکمې ناسته بیا جوړه شوې ده. پر هغه د درېیو پولیسو د وژلو تور و.

په ۱۳۹۶ کال، د ګنابادي پر دراویش تر امنیتي فشار وروسته، د نور علي‌تابنده کور ته نژدې دراویش راغونډ شوي وو چې بیا وروسته دا راغونډېدنه پر تاوتریخوالي واوښته.

د نارامیو لړ کې یو موټر په چټکۍ د پولیسو پر خوا ورغی چې درې کسان یې ووژل او ځینې نور یې ټپیان کړل.

ټپیانو د مالي زیان لپاره له محمد ثلاث شکایت وکړ چې د هغه د وکیلې زینب طاهري په وینا، محکمې د دغه شکایت لپاره د شنبې په ورځ د مالي زیان ورکولو لپاره ناسته وکړه.

اغلې طاهري وویل: "دې ته په کتو چې موکل او کورنۍ یې د دغه مالي زیان ګاللو توان نه لري، د شکایتونو په لړ کې باید خساره د بیت المال له صندوقه ورکړل شي."

محمد ثلاث په یوه وېډیو کې اعتراف کړی چې پولیس په موټر ووژل شول، خو په محکمه کې یې د قصدي وژنې تور ردکړ، ځکه چې په وینا یې هغه وهل شوی او قهرېدلی و او عینکې یې هغه مهال نه لرلې.

هغه له محاکمې وروسته وویل، چې وېډیويي اعتراف یې د فشار او اجبار له کبله کړی او موټر چلوونکي پولیس نه دي وژلي.

د اړ و دوړ په هغه شپه لسګونه دراویش ټپیان شول چې بیا وروسته د اوږدې مودې لپاره زندان ته واچول شول.

یوه مشکوک نیول شوي زندان کې سا هم ورکړه.

ګنابادي دروایش په ایران کې د نورو مذهبي ډلو په څېر د ایران پر دولت پورې نه دي تړلي، چې په وروستیو کلونو کې یې پر وړاندې پراخه قضايي او امنیتي ګامونه اخیستل شوي دي.

د بښنې نړیوال سازمان یا ایمنسټي انټرنېشنل په تېره جنورۍ میاشت کې ویلي وو، په ایران کې د ۲۰۱۹ کال اوږدو کې ۲۵۳ کسان اعدام شوي دي.

دغه شمېره د وړم کال پرتله ۵۰ سلنه کموالی ښيي چې لامل یې د مخدره موادو مخنیوي په سخت قانون کې بدلون بلل کېږي.