تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د بښنې نړیواله اداره: سعودي کې اعدام بې ساری زیات شوی
د بښنې نړیواله اداره وايي، سعودي کې پر ۲۰۱۹ کال اعدام په بې ساري ډول ډېر شوی دی.
د دې ادارې د رپوټ له مخې، سعودي تېر کال ۱۸۴ کسان اعدام کړي دي.
په عراق کې هم تېر کال سل کسان اعدام شوي او دا د وړم کال دوه برابره دي.
خو ایران د ۲۵۱ کسانو اعدام سره تر چین وروسته او دې برخه کې بیا هم دویم ځای لري.
د چین حکومت د اعدام شمېر نه ښيي.
د بښنې نړیواله اداره وايي، پر چین سربېره، شمالي کوریا، ویتنام او سوریه کې هم د اعدام د شمېر رپوټ نه لري.
نړۍ کې تایید شوی اعدام- چې ۶۵۷ دی- څلورم پرلپسې کال یې شمېر لږ دی او تر ۲۰۱۸ کال پنځه سلنه کم شوی، چې دا د انساني حقونو د فعالانو او د اعدام ضد ادارو لپاره ښه خبر دی.
د بښنې نړیواله اداره وايي، تېره لسیزه کې تر ټولو کم اعدام تېر کال شوی دی.
خو د انساني حقونو دې شمېرو کې د چین اعدام لا هم د راز په توګه پاتې دی چې باور کېږي په زرګونو کسان به پانسۍ شوي وي.
د ایران، شمالي کوریا او ویتنام په ګډون نور هېوادونه هم د مالوماتو محدودولو سره د ټول اعدام شمېر پټوي.
د بښنې نړیوالې ادارې د پلټنې برخې یو مخکښ کلار الګر وايي، اعدام سخته او ناانساني سزا ده: داسې باوري شواهد نشته چې وښيي دبند سزا په ځای اعدام سره جرم کمېږي.
افغانستان کې له ۲۰۱۰ کال راهیسې لومړی ځل تېر کال اعدام نه دی شوی.
دا ډول تایوان او تایلنډ کې هم له ۲۰۱۸ کال راهیسې اعدام نه دی شوی.