کورونا وېروس او د بالیووډ ستورو وېره

فلم

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، کورونا وېروس پر بالیووډ سینما هم اغېز کړی دی
    • Author, یما بارز
    • دنده, بي بي سي - لندن

د مشهور هندي فلم شعلې دا ډیالوګ چې وایي "جو ډرګیا، سمجهو مرګیا" یانې " څوک چې وډار شو نو پوه شه چې مړ شو" هندۍ ټولنه کې د خطر ا‌و ننګونو پر وړاندې د مقاومت هڅونې په یو شعار بدل شوی و, خو داسې برېښي چې د کوېد - ۱۹ خطر لږ تر لږه په هندي سینماګرو کې دا ذهنیت بدل کړی دی.

‎د هند نوموتی فلمي ستوری سلمان خان پر خواله رسنیو خپرې کړې یوې ویډیو کې خپلو مینوالو ته کورکې د پاتېدو لارښوونه کوي او وایي.

''موږ خو وروره وېريدلي یو. هغه ډیالوګ چې وایي که څوک وډار شو نو پوه شه چې مړشو اوسني حالت سره سمون نه لري. دا د بې ځایه زړورتیا وخت نه دی. موږ وېريدلي او ډېر ویاړ سره وایو چې وېريدلي یو. ډېره زړورتیا مه ښېئ، فکر کوئ زړورتیا دلته څه مانا لري؟! ''

‎نو لنډه دا چې هندي سینماګرو کورونا جدي ګڼلې. د سینما ګانو دروازې تړلې، فلم جوړونکو شوتینګونه درولي فلمي سټوډیوګانو د تازه چمتو شويو فلمونو نندارې ته وړاندې کول ځنډولي. کورونا د نړۍ یو تر ټولو ډېر غوړېدلی فلمي صنعت سخت ځپلی.

فلمي ستوري او کورناسته:

کتنری

د عکس سرچینه، KATRINA KAIF/INSTAGRAM

د عکس تشریح، کترینا کیف د قرنطین ورځو کې له کوره ویډیوګانې خپروي

مشهورې فلمي څېرې لکه کترینه کیف، دیپیکا پوډوکون، عالیه بټ او ګڼ نور اوس د معمول خلاف پر کور ناست دي او تر ډېر پر خواله رسنیو پر کور د خپلو فعالیتونو انځورونه او ویډیو‌ګاڼې خپروي. ځینې یې بیا د دغو ویډیو ګانو په مټ د خپلو مینوالو د بوخت ساتلو او کورکې پاتېدو ته د هغوی د هڅولو هڅې کوي.

یو ویډيويي کلیپ چې مشهور فلمي لوبغاړي اکشې کومار او نوموتي سندرغاړي اودېت ناراین په ګډه جوړ کړی ښیې چې له کوره وتلو پرته هم کولای شئ ځان یوخت وساتئ.

په دغه ویډیو کې لیدل کېږي، چې اکشې کومار چې د ویډیو کنفرانس له لارې اودېت ناراین سره په اړیکه دی خپل کور کې موسیقي غږوي او اودېت ناراین په خپل کور کې ناست سندرې وایي.

سینماګاڼې ژر پرانیستل کېږي؟

فلم

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، کارپوهان وایي، د هندۍ سینما ستوري هېڅ بیړه نلري چې بېرته کار ته ستانه شي

یقینا چې د هندي فلمونو مینوال به دې ته سترګې پرلار وي چې سینماګانې ژر پرانیستل شي چې دوی د تل په څېر د خپلې خوښې ستورو فلمونه وګوري.

خو آیا د محدودیتونو له لېرې کېدو سره به بالیووډ کې هر څه ژر عادي حالت ته واوړي؟!

د هندي فلمونو مشهور کره کتونکی کومل نهاټا وایي '' ټول دا پوښتنه کوي چې ښاربندي به کله ختمېږي؟ خو د بالیووډ مینوال بیا بله پوښتنه لري، هغه دا چې سینماګانې به کله پرانیستل شي؟ ''

خو د فلم مینوال او له دغه صنعت سره تړلي وګړي باید بل مهم سوال وپوښتي. دا چې د ښاربندۍ له ختمېدو وروسته فلمي ستوري به کله شوتنګو ته ځي؟

کومل نهاټا چې پر خپل یوټیوب چینل دا څرګندونې کړې په دې باور دی چې د بالیووډ مشهور ستوري به وار له واره کار پیل نه کړي.

"تاسو ښایي داسې انګېرلي وي چې څرګنده د محدودیتونو ختمېدو سره سم ټول غواړي له کوره ووځي او کار ته ورشي، نو فلمي ستوري به هم همداسې کوي. دا باور سم نه دی. هغوی د یوې بیلې ټولنې غړي دي چې د امتیاز خاونده ټولنه ده. هغوی بانکي حسابونو کې سپما کړې پیسې لري، هغوی دومره اسانۍ سره کار ته نه ورځي. هغوی خپل ژوند له خطر سره نه مخامخوي. تر هغه چې درمل نه وي جوړ شوي یا حالت ډېر عادي شوی نه وي هغوی ښایي کار ته زړه ښه نه کړي"

د فلمونو خوندي شوټنګ

فلم

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د کورونا وېروس محدودیتونو له کبله د فلمونو شوټنګ هم په ټپه ولاړ دی

هند کې د فلم، ډیجېتل او ټلویزیوني خپرونو د جوړونکو ټولنه "ګېلد" بیا وایي پر داسې یوهٔ لارښود کار روان دی چې له مخې یې فلم جوړونکي وتوانېږي په خوندي چاپېریال کې ژر خپل کارونه پیل کړي.

خو د هند د فلمي صنعت ډېری څارونکي په دې باور دي د هغو فلمونو شوتنګونه ښایي پیل شي چې د ثبت چارې یې بشپړېدو ته نژدې دي خو هغه فلمونه چې د ثبت چارې یې لا نه دي پیل شوي ښایي له اوږده انتظار سره مخ وي.

د فلمونو انلاین ننداره

د سینماګانو د ژر پرانیستل کېدو په تړاو ناڅرګندتیا د هغو فلمونو د برخلیک په تړاو پوښتنې راولاړې کړي چې د نندارې ته وړاندې کېدو لپاره وار له مخه چمتو دي.

‎سرچینې وایي ځینې فلم جوړونکي چې فلمونه یې وار له مخه بشپړ شوي مخامخ پر ډېجیتل چینلونو نندارې ته د خپلو فلمونو پر وړاندې کولو غور کوي او ځینو یې د رپوټونو پر بنسټ د نېټفلېکس، امازون پرایم او دیزني پېلیس په څېر د فلمونو انټرنټي چینلونو سره خبرې اترې پیل کړي. خو تر اوسه په دې تړاو کومه رسمي وینا مخې ته نه ده راغلې.