ورور خپله ۱۴ کلنه خور د فېسبوک له کبله ووژله

د عکس سرچینه، Getty Images
په اردن او ځینو عربي هېوادونو کې پر خواله رسنیو وروسته تر هغه ډېره غوسه وښودل شوه، چې یوه ورور خپله ۱۴ کلنه خور د فېسبوک له کبله ووژله.
۲۵ کلن ځوان پر ۱۴ کلنې خور د چړې ګوزار کړی او په شا کې یې وهلې ده، چې د ډېرې خونریزۍ له کبله مړه شوې ده.
ویل کېږي دغې نجلۍ د خپل ورور موبایل د فیسبوک لپاره کاراوه.
دا ځوان په عمدي وژنه تورن شوی چې اوس په توقیفځي کې دی.
سیمه ییزو رسنیو د اردن د یوې امنیتي سرچینې له خولې ویلي: "دا جرم د مې پر لسمه سهار مهال شوی، چې د کورني تاوتریخوالي یوه برخه ده."
ګڼو اردنیانو پر خواله رسنیو د قاتل د اعدام غوښتنه کړې او همدا هټګ یې کارولی او تر ۱۵ زرو ډېرو کسانو لاس په لاس کړی دی.
د صحیح البخیتي په نامه یوه ټوېټر کارن لیکلي: "د خور د قاتل اعدام او له قانون سره سم د نر او ښځې ترمنځ بشپړ مساوات غواړو."
په اردن کې د ښځو د چارو ملي جرګګۍ مشرې سلمی النمس ویلي، دا جرم پر ښځه او نجلۍ د نرواکۍ یوه بېلګه ده.
منځپانګه نه شته
په Facebook کې نور وګورئ بي بي سي. بي بي سي د نورو ویبپاڼو د محتوا مسوله نه ده.د پوسټ Facebook پای
دا وايي، له بده مرغه ګڼ خلک دا ډول کړنو ته چکچکې وهي او دا فردي عمل ګڼي.
په مقابل کې نورو بیا د قاتل دفاع کړې ده.








