کورونا وېروس؛ امریکا ۳ تریلیون ډالره پور اخلي

د عکس سرچینه، Getty Images
د امریکا متحده ایالتونو مالیې وزارت وايي، د کورونا وېروس اړوند بېړني لګښت د برابرولو لپاره د کال دویمو دریو میاشتو کې غواړي درې زره میلیارده یا درې تریلیون ډالره پور واخلي.
دې وزارت د دوشنبې په ورځ یوه بیان کې وویل، له خلکو او شرکتونو د مالیې ټولولو کې څو میاشتنی ځنډ او د کورنا وېروس اړوند لوی لګښت سبب شوي چې تر سږني جون پورې نږدې درې تریلیون ډالرو ته اړتیا ولري.
دا قرض به د پورپاڼو د صادرېدو له لارې برابر شي.
دا یو ریکارډ پور دی او د امریکا بودیجه کې د یوې چاودنې په ډول بلل کېږي.
دا پور د امریکا په تاریخ کې د کال په دویمه څلورمه برخه کې له هغه پور پنځه ځلې زیات دی چې د ۲۰۰۸ کال مالي کړکېچ کې اخیستل شوی و.
د پور دا وروستی بنډل یا پکېچ د امریکا د اقتصاد ۱۴ سلنه ارزښت سره برابر بلل کېږي.
د امریکا د کانګرس د بودیجې چارواکو تېره میاشت وړاندوینه وکړه چې سږ کال به د دغه هېواد بودیجه ۳،۷ تریلیون ډالر کسر ولري.
امریکا کې د یو لک ۳۵ زره کسانو د مړینې تمه

د عکس سرچینه، Reuters
له بلې خوا سیاټل پوهنتون کې باوري موسسه خپل اټکل کې بدلون را وستلو سره وايي، چې د اګسټ تر څلورمې به د کورونا وېروس له امله په امریکا کې یو لک پنځه دېرش زره کسان مړه شي.
د امریکا سپینه ماڼۍ او ایالتونه دا موسسه د کورونا وېروس د خپرېدو د اټکل د سرچینې په ډول کاروي.
دا مرکز د خلکو ترمنځ تګ راتګ او د محدودیتونو وارمخکې لرې کول د دې مړینې مهم دلیلونه بولي.
واشنګټن ایالت کې د سیاټل ښار پوهنتون کې د ای اېچ اېم اې موسسه امریکا کې له دوو میاشتو راهیسې د کورونا وېروس د مړینې په هکله د اټکل له مخې د استناد په ډول کارېږي.
دې موسسې د دوشنبې په ورځ وویل، دا چې څو ورځو کې د امریکا ۳۱ ایالتونو کې محدودیتونه لرې کېږي او ور پسې به د خلکو ترمنځ ناسته ولاړه ډېره شي، نو دوی تمه لري چې په کورونا وېروس ډېر کسان اخته او مړینه هم ترې زیاته شي.
دا موسسه خپل ماډل کې د سمون را وستلو په هکله وایي: "دا چې تمه ده تر یوې اونۍ په ۳۱ ایالتونو کې د خلکو ترمنځ راشه درشه ډېره شي، د خلکو ترمنځ په پام کې نیولی واټن ممکن کم شي، نو خلک به د کورونا وېروس د لېږدولو رول ولوبوي".

د عکس سرچینه، Getty Images
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ هم ویلي ممکن د کورونا له امله دغه هېواد کې تر یو لک کسان مړه شي.
د ښاغلي ټرمپ په خبره، له کورونا د ډېرې مړینې سره سره دې کاروبار، سمندرغاړې، پارکونه او ښوونځي بیا پرانیستلو ته تیار شي.
هغه له فاکس نیوز تلوېزون سره خبرو کې دا ډاډ هم وښود چې د روان کال تر پای به د کورونا واکسین جوړ شي.
امریکا کې تر اوسه له کورونا ۶۹ زره کسان مړه شوي او دغه هېواد کې تر یو میلیون او یو لک اتیا زرو ډېر کسان پرې اخته شوي دي.
نړۍ کې له کورونا تر اوسه دوه لکه پنځوس زره کسان مړه شوي او تر درې میلیون پنځو لکو اتیا زرو ډېر کسان پرې اخته شوي دي.









