ټرمپ: سږ کال به د کورونا وېروس واکسین جوړ شي

د عکس سرچینه، EPA
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وايي، باوري دی چې متحده ایالتونه به د روان کال تر پای د کورونا وېروس واکسین جوړ کړي.
نوموړي له فاکس نیوز تلوېزون سره خبرو کې زیاته کړه:
"موږ ډېر باوري یو، چې د کال تر پای یا د کال په پای کې به واکسین ولرو"
د نړۍ ساینسپوهان د کورونا واکسین په جوړولو کې سره سیالي کوي، خو ډېری کارپوهان هیله من دي چې دا واکسین به یوازې پر ۲۰۲۱ کال پراخ وېش ته تیار شي.
خو ولسمشر ټرمپ داسې ښکاري چې په دا ډول چټکې وړاندوینې سره یې له خپلو طبي سلاکارانو پښه اړولې ده:
"ډاکټران به وايي 'ښه، ته باید هغه ونه وایې. ' زه به هغه څه وایم چې فکر یې کوم".
له بلې خوا د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو یو ځل بیا د ولسمشر ټرمپ دا خبره کړې چې کورونا وېروس د چین له یوې لیبارټرۍ خپور شوی دی.
د ښاغلي پمپیو په خبره، کارپوهان باوري دي چې انسان دا وېروس جوړ کړی دی.
نوموړي له اې بي سي تلوېزون سره مرکه کې زیاته کړه:
"پام وړ شواهد ښيي چې دا وېروس د ووهان له یوې لیبارټرۍ وتلی دی".
د چین ووهان ښار د دې وېروس د خپرېدو لومړنی ځای دی.
ښاغلي پمپیو زیاته کړه: "تر اوسه بهترین کارپوهان باوري دی چې انسان دا وېروس جوړ کړی دی، کوم دلیل نه لرم چې په خبره یې باور ونه کړم".

د عکس سرچینه، AFP
د امریکا ولسمشر د پنجشنبې په ورځ دا دعوه وکړه او د وېروس د خپرېدو له امله یې پر چین نیوکه وکړه.
خو د ډونلډ ټرمپ له څرګندونو څو ګړۍ مخکې د امریکا د ملي اطلاعاتو د مدیر دفتر په یوه رپوټ کې وویل، چې کورونا وېروس جوړ شوی نه دی.
د امریکا ۱۷ ولسي او پوځي ادارې د دې دفتر په سیوري کې فعالیت کوي.
په ورته مهال اسوشېټېډ پرېس اژانس د امریکا د اطلاعاتي سرچینو له خولې وايي، چین قصدي هڅه وکړه چې په ووهان کې بد حالت پټ کړي او په دې سره روغتیايي او طبي تجهیزات انبار کړي.
د چین حکومت د امریکا دا نیوکه سیاسی بولي او له کورنا وېروس سره مقابله کې خپلې هڅې تر امریکا غوره او بریالۍ ارزوي.
امریکا کې د جان هاپکنز پوهنتون د رپوټ له مخې، نړۍ کې نږدې درې نیم میلیونه کسان په کورونا وېروس اخته شوي او تر دوه لکو ۴۲ زرو کسان ترې مړه شوي دي.
امریکا کې په دې وېروس یو میلیون یو لک او ۵۵ زره کسان اخته شوي او له ۶۷ زرو ډېر کسان پکې ترې مړه شوي دي.








