د شمالي او سویلي کوریا پوځیانو پر یو بل ډزې کړې دي

File photo of the DMZ

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، تر اوسه د دې نښتې لامل نه دی مالوم

د شمالي او سویلي کوریا پوځیانو په یوه غیرنظامي سرحدي سیمه کې پر یو بل ډزې کړي دي. د سویلي کوریا پوځ وايي سهار مهال په ځايي وخت ۰۷:۴۱ د شمالي کوریا له خوا په سرحدي ښار چیورون کې د دوی یوه پوسته په نښه کړل شوه، خو چاته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

د پوځ په بیان کې ویل شوي چې دوی دوه ځله ځوابې ډزې او یو ځل د خبرداري لپاره هوايي ډزې وکړې.

دا لا نه ده مالومه چې د دې ډزو لامل څه دی. د سویلي کوریا لوی درستیز ویلي هڅه کوي د دواړو هېوادونو ترمنځ د پوځي اړیکو ځانګړې کرښې له لارې له شمالي کوریا د دې پېښې وضاحت وغواړي.

دا په تېرو پنځو کلونو کې لومړی ځل دی چې د شمالي کوریا ځواکونه مخامخ پر سویلي کوریا ډزې کوي.

تېر ځل هغه مهال د دواړو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ ډزې شوې وې چې د شمالي کوریا یوه سرتیري سویلي کوریا ته تېښته وکړه.

د دواړو هېوادونو ترمنځ ناپوځي سیمه د ۱۹۵۳ کال له جګړې وروسته د یوې جلا کوونکې تړانګې بفر زون سېمې په توګه رامنځته شوه.

په تېرو دوه کلونو کې سویلي کوریا هڅه کړې دا سیمه، چې کلک امنیتي تدابیر په کې نیول شوي دي، د سولې پر زون بدله کړي.

د ۲۰۱۸ کال په سپتمبر کې د دواړو هېوادونو د مشرانو د سرمشریزې پرمهال د هوکړې له مخې پرېکړه شوې چې پوځي ترینګلتیا کمه کړل شي.

کېم

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، په دې وروستیو کې د شمالي کوریا مشر کېم جونګ اون روغتیا په اړه ګنګوسې ډېرې شوې وې

په سویلي کوریا کې د بي بي سي خبریاله لورا بېکر وایي د دې ډزو وخت د پام وړ دی، ځکه دا ۲۴ ساعته وروسته له هغه کیږي چې د شمالي کوریا مشر له درې اونیو وروسته په عام محضر کې را ښکاره کیږي.

دغه راز دا وایي په تېرو څو میاشتو کې په شمالي کوریا کې یو لړ پراخ پوځي تمرینات ترسره شول چې د دولتي رسنیو په وینا موخه یې یوې بشپړې جګړې ته تیاری دی.

د مخامخ ډزو هر ډول به په سویلي کوریا کې د ډېرو کسانو لپاره د ناهیلۍ په مانا وي. دغه هېواد کې په تېرو دوه کلونو کې د ترینګلتیا کمولو لپاره ډېرې هڅې شوې.

دې لړ کې د سویلي کوریا ولسمشر کیم جې ان د شمالي کوریا له مشر کیم جونګ اون سره وکتل او دواړو هېوادونو یو پوځي تړون لاسلیک کړ. د دې تړونه له مخې هر ډول قصدي ډزې دا تړون ماتولی شي.

د یادولو ده چې شمالي کوریا په دې اړه څه وضاحت نه دی ورکړی چې مشر یې کیم جونګ اون ولې پر عام محضر نه ښکارېده.

دې حالت په نړیواله کچه د ښاغلي اون د روغتیا په اړه بیلابیل ګومانونه رامنځته کړل.

د ښاغلي اون د روغتیا په اړه وروسته له هغه اندېښنې زیاتې شوې چې هغه د شمالي کوریا د بنسټ اېښودونکي او د ده د نیکه کیم ایل سونګ د زوکړې په مراسمو کې برخه وانخیسته.

دا په شمالي کوریا یو تر ټولو مهم ملي مناسبت بلل کیږي.

له دویمې نړیوالې جګړې وروسته دا دواړه کوریاوې د یوې درې کلنې جګړې په پای کې په دوو هېوادونو وویشل شوې چې شمالي کوریا کمونیزم غوره کړ او سویلي کوریا بیا د لویدیځ پلوی شو.

دواړو کوریاو په خپلو کې په رسمي ډول سوله نه ده کړې او له همدې امله له رسمي پلوه لا هم دواړه هېوادونه د جګړې په حال کې دي.