ایا د شمالي کوریا مشر مرګونی ناروغ دی؟

کوریا

د عکس سرچینه، Reuters

د سویلي کوریا چارواکو هغه رپوټونه رد کړل چې ګواکې د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون د زړه له عملیاتو وروسته سخت ناروغ دی.

دا ناشونې ده چې د شمالي کوریا د مشر په اړه د هغو راپورونو کره والی ثابت شي چې وايي نوموړی سخت ناروغ دی، د مغز له پلوه مړ دی او یا له یوې جراحې عملیې د رغېدو په حال کې دی.

په سویلي کوریا کې د ولسمشر دفتر ویلي له شمالي کوریا داسې مشخصې نښې نشته چې وښيي د دغه هېواد ۳۶ کلن مشر له مرګونې ناروغۍ سره مخ دی.

خو دا هم لومړی ځل نه دی چې د هغه د روغتیا په اړه ضد او نقیض خبرونه خپریږي چې بیا وروسته ردېږي.

دا اوازې کله پیل شوې؟

کېم

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، پر ۲۰۱۴ کال د شمالي کوریا مشر

په دې وروستیو کې کیم جونګ اون د خپل نیکه د زېږدنې ورځې مراسمو کې چې د همدې اپریل میاشتې پر ۱۵ وه برخه وانه خیسته.

د هېواد د بنسټګر د زېږېدنې دا مراسم په شمالي کوریا کې د کال یو تر ټولو لوی مناسبت دی.

دا داسې یو مناسبت دی چې کیم جونګ اون تل پکې برخه اخیستې ده. نو دا کومه اسانه خبره نه ده چې هغه دې په دې مراسمو کې د نه ګډون پرېکړه کړې وي.

له شک پرته په دې مهم مناسبت کې د هغه نه ګډون داسې اوازې او ګومان رامنځته کړی چې رښتیا کول یې اسان نه دي.

کیم جونګ اون په وروستي ځل د روانې اپریل میاشتې پر ۱۲ هغه مهال را ښکاره شو چې یوه جنګي الوتکه لېدله، خو د دې لېدنې نېټه نه وه ښودل شوې. لکه د تل په څېر په انځورونو کې ښودل کیږي چې هغه ارام دی.

دا هم معلومه ده چې له دې یوه ورځ وړاندې یې د دولتي رسنیو د رپوټ له مخې د یوې سیاسي غونډې مشري کړې خو له هغه را وروسته نه دی لیدل شوی.

دغه راز د شمالي کوریا دولتي رسنیو څو ورځې وړاندې د یوه توغندي د ازمایښت مراسمو کې د ده ګډون نه دی ښودلی. پخوا معمول دا وو چې دا ډول مناسبتونو کې د ده د ګډون انځورونه خپرېدل.

دا چې د شمالي کوریا په اړه په تر ټولو عادي حالت کې د یوه رسنیز رپوټ چمتو کول ډېر سخت دي، نو اکثره ګومانونه تېر ته په کتو انځور کیږي.

خو اوس چې د کوویډ-۱۹ ناروغۍ له امله د دې هېواد پولې تړل شوې نو دې مرموز هېواد تر پخوا لا ډېر په افراطي بڼه مرموز حالت خپل کړی دی.

د ناروغۍ لومړنی رپوټ

کېم

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، په دې وروستیو کې کیم جونګ اون د خپل نیکه د زېږدنې ورځې مراسمو کې چې د همدې اپریل میاشتې پر ۱۵ وه برخه نه واخیسته.

د کیم جونګ اون د روغتیا په اړه لومړی ځل رپوټ د سې شنبې پر ورځ د شمالي کوریا د جلا وطنو اړوند یوې ویب پاڼې له خوا خپور شو.

یوې بې نومه سرچینې دې ویبپاڼې ته ویلي چې نوموړی د زړه او د وینې په رګونو کې له تېرې اګست میاشتې را هېسې ستونزه لرله خو پیکټو غره ته د څو ځله تګ راتګ له امله دا ستونزه زیاته شوې وه.

د همدې ویب پاڼې د معلوماتو پر بنسټ نورو نړیوالو رسنیو هم د رپوټونو لړۍ پیل کړه.

خبري اژانسونو هم دا ادعا له هغه وروسته خپره کړه چې ځینو رپوټونو کې وویل شول چې د شمالي کوریا او امریکا استخباراتي ادارې دا ادعا ارزوي.

خو له دې وروسته په امریکايي رسنیو کې دې پام اړوونکي سرلیکونه مخې ته راغلل چې د زړه له عملیې وروسته د شمالي کوریا د مشر روغتیايي حالت نازک دی.

خو د سویلي کوریا د حکومت یوې وینا پاڼې او د چین استخباراتي سرچینو رویټرز خبري اژانس ته وویل چې دا راپورونه بې بنسټه دي.

د پام وړ خبره دا ده چې هیچا تر اوسه نه دي ویلي چې کیم جونګ اون د زړه عملیه نه ده کړې.

د سویلي کوریا او چین بیانونه یوازې د شمالي کوریا د مشر د سختې ناروغۍ خبرونه ردوي.

په شمالي کوریا کې معمول دا دی چې د مشر د روغتیا په اړه خلکو ته څه نه ویل کیږي.

دا لومړی ځل نه دی چې کیم جونګ اون عام محضر کې نه را ښکاره کیږي. د ۲۰۱۴ کال په سپټمبر کې نوموړی څلویښت ورځې نه ښکارېده.

دې چارې بیلابیلو ګومانونو ته لاره هواره کړه لکه دا چې یوه ډله سیاسي مشرانو پر هغه کودتا کړې ده.

هغه مهال د شمالي کوریا دولتي رسنیو دا ومنله چې هغه بدني ناسازه وو، خو د هغو اوازو په اړه یې څه ونه ویل، چې نوموړی د هډوکو له یو ډول ناروغۍ ( نقرس ) کړېده.

د شمالي کوریا ځای ناستی به څوک وي؟

کې

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د چارواکو په خبره، دا د کېم وروستی انځور د اپرېل پر ۱۲ اخیستل شوی دی.

که د شمالي کوریا مشر له کومې پېښې سره مخامخ شي نو یوه جوته کړنلاره نشته چې له مخې یې د هغه ځای ناستی وټاکل شي.

کیم جونګ اون د هغه د پلار د څو کلونو په موده کې د هېواد مشرتابه ته چمتو کړل شو.

اوس د کیم خور کیم یو جونګ تر ټولو ښکاره غوراوی دی. نه یوازې دا چې هغه د پکټو له نسله ده چې د کیم نسل مشخصوي، بلکې هغه اوس د خبري سرلیکونو کې هم راځي.

تېره میاشت هغې په لومړي ځل عمومي بیان ورکړ او په مهمو غونډو کې په دوامداره توګه د خپل ورور ترڅنګ را ښکاره کېدله.

خو اوس یوازې دومره کېدای شي چې د شمالي کوریا د مشر د روغتیايي وضعیت په اړه د ګومانونو دې لړۍ ته د ځواب لپاره د دغه هېواد غبرګون ته انتظار وشي.

واقعیت دا دی چې کله د شمالي کوریا د مشر په اړه د معلوماتو خبره وي نو له یوې تیارې سره مخامخ یو.