تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
امریکا کې په کورونا وېروس د اخته کسانو شمېر له یو میلیون پورته شو
د جان هاپکنز پوهنتون د وېبپاڼې شمېرې وايي، په امریکا کې یو میلیون او ۲۴۹۸ کسان په کورونا اخته شوي دي.
امریکا دا هم منلې چې تېرو ۲۴ ګړیو کې له کورونا ۲۲۰۷ کسان مړه شوي او دې سره په دغه هېواد کې له کورونا د مړو شمېر له ۵۷ زرو تېر شو.
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ بیا بیا چین د کورونا وېروس د خپرېدو مسوول بللی، خو چین د سې شنبې په ورځ امریکايي سیاستوال "په رڼا ورځ په درواغ ویلو" تورن کړل.
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګنګ شانګ خبریالانو ته وویل: "دوی یوه موخه لري؛ د کورونا مخنیوي کې د خپل کمزوري عمل له مسوولیت ځان اېستل".
چین د کورونا وېروس د خپرېدو مرکز و، خو وايي دا وېروس یې کنټرول کړی او دیارلسمه ورځ ده چې پکې له کووېډ-۱۹ کومه مړینه نه ده شوې.
د چین رسمي شمېرې وايي، دغه هېواد کې له کورونا څلور زره شپږ سوه ۳۳ کسان مړه شوي، خو د دې شمېرو پر کره توب شک کېږي.
په ورته مهال د امریکا مرستیال ولسمشر مایک پېنس له ماسک تړلو پرته داسې روغتون ته تللی، چې پکې ماسک تړل هرو مرو دي.
ښاغلی پېنس یواځنی کس دی چې له ماسک پرته امریکا کې مهم طبي څېړنیز مرکز مایو کلېنیک ته ځي.
دغه کلېنیک وروسته په ټوېټ کې- چې بیا پاک شوـ ولیکل مخکې مو مرستیال ولسمشر ته د ماسک تړلو خبره کړې وه.
ښاغلی پېنس سپینه ماڼۍ کې د کورونا وېروس سره د مبارزې کارډلې مشر دی.
نوموړی ویلي د روغتون له خدمتګارانو او ناروغانو سره د لیدلو له امله پکار و، ماسک ونه تړي.
خو د امریکا د حکومت رسمي سپارښتنه دا ده چې د کورونا وېروس د مخنیوي لپاره په عمومي ځایونو کې که ټولنیز واټن سخت وي ماسک دې وتړل شي.
مایو کلېنیک هم له ټولو ناروغانو او لیدونکو غوښتي چې ماسکونه وتړي.
له مایک پېنس سره د امریکا د خوړو او درملو ټولنې مشر ډاکټر سټېفن هارپر هم ملګری و، خو ماسک یې تړلی و.
خو مایک پېنس ویلي، خپله او ملګري یې په منظم ډول د کورونا معاینه کوي، ځکه یې ماسک نه و تړلی.