ایا دویم ځل هم په کورونا وېروس اخته کېدلی شئ؟

ولې ځینې خلک د نورو پرتله سخت ناروغ شي؟ ایا دا ناروغي به هر ژمی بېرته راګرځي؟ واکسین به ګټور ثابت شي؟ ایا د بدن دفاعي ځواک غښتلتیا سره به بېرته ورځنیو کارونو ته ستانه شو؟ په اوږده مهال کې به ویروس څنګه مهار کړو؟

د کورونا وېروس په هکله پوښتنو کې د بدن دفاعي قوت ډېر مهم بلل کېږي، خو ستونزه دلته ده چې په دې هکله معلومات ډېر لږ دي.

د کورونا وېروس پر وړاندې څنګه دفاع کولای شو؟

زموږ په بدن کې یو دفاعي سیسټم دی، چې له وېروسونو مو ساتي او دوې برخې لري. لومړۍ هغه یې بدن ته له بهره د هر وېروس له ننوتو سملاسي وروسته کار پیلوي.

دا طبیعي زوزاد دفاعي سیسټم بلل کېږي، چې د کیمیاوي موادو له استخراج سره د وېروس له کبله اغېزمنې شوې ژوڼکې له منځه وړي.

خو دا نظام د کورونا لپاره نه دی او دا مو د کورونا پر وړاندې دفاع نه کوي.

له کورونا وېروسه د خوندیتوب لپاره تاسې تطبیقي دفاعي غبرګون ته اړتیا لرئ، چې انټي باډیز تولیدوي.

هغه بیا په وېروس پورې نښلي او د خپرېدو مخه یې نیسي او دې ته سیلولي غبرګون وايي. څېړنه ښيي چې د انټي باډي تولید چې کورونا وېروس په نښه کوي تر لسو ورځو پورې وخت اخلي،

که تطبیق شوی دفاعي نظام کافي اندازه پیاوړی وي نو وېروس یاد ساتي او په راتلونکي کې هم ګټور ثابتیدای شي.

تر اوسه معلومه نه ده چې دغسې تطبیق شوی دفاعي سیستم به د هغو کسانو په بدن کې هم دفاعي نظام په کافي انداز رامنځته کړي، چې د ناروغۍ متوسط علامات ولري او یا یې له سره نه لري.

د مدافعیت نظام تر څه وخته پاتې کېږي؟

د حافظې په برخه کې د بدن دفاعي قوت زموږ خپلې حافظې ته ورته دی، چې ځینې وېروسونه یاد ساتي، خو ځینې نور بیا ترې هېر شي.

د بېلګې په توګه شری د مدافعتي نظام په یاداشت کې پاتې کېږي، یانې یو ځل تطبیق یې د ټول عمر لپاره له شري د خوندیتوب لپاره بسنه کوي، خو ځینې نور وېروسونه بیا ډېر ژر د دفاعي قوت د حافظې له دې نظامه وځي،

د بېلګې په توګه ار سي وې نومي وېروس په یوه ژمي کې څو ځله هم د ماشومانو پر بدن راګرځي.

د کوویډ – ۱۹ وېروس چې د کورونا وېروسونو د لړۍ یوه کړۍ ده، نوی دی او داسې معلومات نه شته، چې تر څومره وخته به یې دفاعي نظام پر وړاندې مقابله کوي، خو د وېروسونو د همدې کورنۍ شپږ نور وېروسونه شته، چې په دې لړ کې یې څېړنې معلومات راکوي

څلور یې معمولي زکام پیدا کوي او دفاعي ځواک یې پر وړاندې لږ مقاومت کوي. څېړنې ښيي چې یو شمېر ناروغانو ته په کال کې دویم ځل هم ورپیدا شوي دي،

خو زکام او تبه یې معمولاً سخت نه وي. خو دوه نور یې بیا سخت دي. یو یې اکیوټ ریسپیروټري سینډروم (سارس) او بل یې هم مډل ایسټ ریسپروټري سنډروم( میرس) بولي. د ختیځې انجلیا پوهنتون مډیسن څانګې پروفیسر پاول هنټر وايي:

"پوښتنه دا نه ده، چې قوت مدافعت لرئ که نه، پوښتنه دا ده چې تر څومره وخته یې لرئ "

نوموړی زیاتوي د سارس اڼټي باډیز په هکله څېړنه ښي چې دا ښايي یوازې له یوه کاله تر دوو پورې پاتې شي او دا هم لا کره معلومه ده.

داسې رپوټونه هم شته چې ځینې خلک دویم ځل پر کورونا وېروس اخته شوي یا په لنډه موده کې ناروغي پرې راګرځېدلې او یا دا چې د ځینې کسانو په بدن کې وېروس پټ پاتې شوی.

خو ساینسپوهان بیا دا هم وايي، چې یو شمېر ناروغانو ته د ناسمو معایناتو له کبله ویل شوي، چې له وېروسه خلاص شوي دي.

که انټي باډي ولرو، ایا خوندی یو؟

داسې تضمین نه شته او له همدې کبله د روغتیا نړیوال سازمان د هغو هېوادونو په اړه زړه نا زړه دي، چې د خوندیتوب پاسپورټ په نامه اقدام له قرنطینه د خلاصون لپاره کاروي.

طریقه یې داسې ده چې د اڼټي باډیز له یوې معاینې وروسته معاینه کېدونکی کس خوندي بلل کېږي او دندې ته د ستنېدو اجازه ورکول کېږي.

دا د هغو کسانو لپاره مهمه بلل کېږي چې په روغتونونو یا پاملرنې مرکزونو کې دنده لري، له داسې کسانو سره نژدې کېږي چې د سخت علاماتو راپیدا کېدو له اختمالي خطر سره مخامخ وي.

خو که په نژدې هر ناروغ کې انټي باډیز وي، بیا نو ټول یو برابر نه کېږي. د انټي باډیز خنثی کولو پروسه بیا داسې ده، چې په کورونا وېروس پورې نښلي او پر نورو ژوڼکو یې د اغېز مخه نیسي.

په چین کې یوې څېړنې چې پر ۱۷۵ رغېدلو ناروغانو شوې وښووه، چې ۳۰ سلنې یې د انټي باډیز خنثی کولو ډېره ټيټه کچه درلوده.

پر همدې بنسټ ښايی ماهرین وايي، یوازې د انټي باډیز خوندیتوب له درلودلو سره هم دا حتمي نه ده، چې هېڅ وېروس نه لرو او یا یې نورو ته نه شو لېږدولای.

مدافعتي ځواک ولې مهم دی؟

څرګند لامل یې شخصي روغتیا ده او دا احتمال چې ناروغي دویم ځل هم راګرځي او څومره ژر د کوویډ – ۱۹ راګرځېدو حتمال دی. دبدن دفاعي قوت د وېروس پر خونړیتوب هم اغېز کوي، د بېلګې په توګه که خلک څه نا څه او یا ان ناسم خوندیتوب هم ولري، د ناروغۍ خطرناکي به ورسره لږ شي.

د خوندیتوب پر سیسټم پوهېدو سره به په قرنطین کې نرمښت شونی شي او دا به معلومه وي چې څوک د وېروس اخیستو یا خپرولو له خطر سره مخامخ دي او څوک نه دی.

که تر اوږده مهاله د خوندیتوب لپاره مدافعت رامنځته نه شي، بیا به د واکسین تولید هم ورسره ګران شي. داسې احتمال هم شته چې د واکسین کارولو څرنګوالي کې ورسره بدلون راشي.

د بېلګې په توګه د ځینې نورو واکسینونو په څېر به په ژوند کې یو ځل کارول کېږي او یا بیا ښايي په کال کې یو ځل وکارول شي.

دغه راز له هرې لارې چې وي، د مدافعیت مودې معلومېدل به د وېروس خپرېدو مخنیوي چاره کې هم مرسته وکړي، خو دې ټولو مهمو پوښتنو ته د ځواب موندلو د لټون بهیر لا هم روان دی.