تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
کورونا وېروس؛ وتلې امریکایۍ ډاکټرې ځان وژلی
یوې وتلې امریکایۍ ډاکټرې چې په نیویارک کې یې د کورونا پرضد مبارزې لومړۍ کرښه کې فعالیت کاوه، خپل ځان وژلی دی.
لورنا برین د نیویارک منهاټن روغتون کې موظفه وه.
پولیس وايي، هغې د یکشنبې په ورځ سا ورکړې ده.
ددغې ۴۸ کلنې ډاکټرې پلار ډاکټر فلیپ برین نیویارک ټایمز ته ویلي: "هغې هڅه کوله خپل کار بشپړ کړي او دا یې ووژله".
تر اوسه په امریکا کې د کورونا وېروس له کبله لږ تر لږه ۵۶ زره کسان مړه شوي، چې ۱۷ زره او ۵۰۰ یې پر نیویارک ایالت پورې تړاو لري.
د دغې ډاکټرې د کورنۍ په وینا، هغې کومه رواني ستونزه نه لرله.
د هغې پلار وايي، لورنا برین د کورونا په وېروس اخته شوې وه، خو یوه اونۍ وروسته بېرته کار ته ستنه شوې وه، خو روغتون بېرته کور ته ستنه کړې وه.
پلار یې وايي، په وروستیو خبرو کې یې لور ویلي وو چې پخپلو سترګو یې ولیدل چې له امبولاس نه تر کوزېدو مخکې په کورونا وېروس اخته ناروغانو سا ورکوله.
د لورنا پلار وايي لور یې رښتیا "په لومړۍ کرښه کې فعالیت کاوه".
په هغه ۲۰۰ بستریز روغتون لګسونه کسان مړه شوي چې لورنا برین کار پکې کاوه.
د نیویارک ټایمز د رپوټ له مخې، هغه یوه عقیدتي مسیحۍ وه چې له خپلې کورنۍ سره یې نژدې اړیکې لرلې.
په ویرجینیا کې د چارلوټزوېل -هغه ځای چې لورنا پکې له خپلې کورنۍ سره اوسېده او ځان یې وژلی- پولیسو لورنا یوه "اتله" بللې ده.
په نیویارک کې هغه روغتون چې لورنا دنده پکې مخته وړله، هم په یوه خبرپاڼه کې هغه یوه "اتله" بللې ده.
په امریکا کې په کورونا وېروس کابو یو پر درې اخته کسان نیویارک کې دي.
د نیویارک والي اندرو کویومو وايي، د انټي باډي تصادفي ازموینې ښيي چې کابو یو پر څلور د نیویارک ښار اوسېدونکي په کورونا وېروس اخته شوي.
نیویارک کې اته میلیونه او ۳۰۰ زره وګړي اوسېږي چې د امریکا له ګڼ مېشتو ښارونو ګڼل کېږي.