د ویکي لیکس د بنسټګر "پټه کورنۍ"

ستریا

د عکس سرچینه، PA Media

د ویکي لیکس د بنسټګر جولین اسانج د ژوند ملګرې وايي، کله چې نوموړی لندن کې د ایکوادور سفارت کې و، نو هغه مهال ور کره دوه ماشومان هم وزېږېدل.

د جولین اسانج د ژوند ملګرې سټیلامورس وايي، له ۲۰۱۵ کال راهیسې له ښاغلي اسانج سره اړیکې لري او اوس یې دوه بجي هم پالي.

نوموړې دا خبره په بلمارش جېل کې د کورونا وېروس د خپرېدو له اندېښنې سره وکړه.

اسانج نږدې کال مخکې له ایکوادور سفارت په زور و اېستل شو او اوس په بلمارش جېل کې دی.

۴۸ کلن اسټرالیایی اسانج دا مهال د خپلو روغتیايي اندېښنو له امله د ضمانت غوښتنه کوي.

د هغه ملګرې سټیلا مورس سوېلي افریقا کې زېږېدلې او د مسلک له مخې وکیله ده.

له برتانوۍ ورځپاڼې دي مېل سره خبرو کې وايي، له اسانج سره خپلې اړیکې ځکه ډاګیزوي چې د هغه ژوند خطر کې دی.

د مېرمن سټیلا په خبره، که نوموړی کورونا ونیو، بیا به بچ نه شي.

جولین اسانج به وخت نا وخت د سفارت له یوې کړکۍ رسنیو سره خبرې کولې

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، جولین اسانج به وخت نا وخت د سفارت له یوې کړکۍ رسنیو سره خبرې کولې

د ویکي لیکس یوټیوب چینل کې د ویډیو پیغام خپرولو سره سټیلا مورس وايي، پر ۲۰۱۱ کال یې له جولین اسانج سره هغه وخت ولیدل چې د ویکي لیکس قانوني ډله کې یې ګډون غوره کړ.

سټیلا زیاتوي، له ښاغلي اسانج سره لیدلو لپاره نږدې هره ورځ سفارت ته ورتله او هغه یې ښه وپېژاند.

دې جوړې پر ۲۰۱۵ کال مینه سره پیل کړه او دوه کاله وروسته سره کوزده شول.

هغې له دي مېل سره خبرو کې ویلي، جولین اسانج د خپلو بچیانو زېږون ویډیو لنک سره لیده او وروسته یې د ده د لیدلو لپاره سفارت ته ور وړل.

دا زیاتوي چې درې کلن ګیبریل او یو کلن مېکس له خپل پلار سره د ویډیو له لارې خبرې کوي.

سټيلا مورس زیاتوي، د کورنۍ جوړول یې هوښیارانه پرېکړه وه، چې د جېل څلور دېوالونه ختم کړي او له خوشي کېدو وروسته د ژوند په هکله سوچ وکړي:

"ډېر خلک په دې باور دي چې داسې حالاتو کې یوه کورنۍ پیلول ساده توب دی، خو موږ ته د خپل حقیقت د ژوندي ساتلو یوه لار وه. کله چې هغه خپل بچیان ویني، نو باوري کېږي او ملاتړ ویني".

اسانج

د عکس سرچینه، WIKILEAKS

اسانج پر ۲۰۱۲ کال لندن کې د ایکوادور سفارت ته پنا یووړه، چې سوېډن کې د جنسي زور زیاتي له یوې دوسیې بچ شي، هغه کېس اوس ختم دی.

جولین اسانج هغه مهال د جاسوسۍ د تور له امله امریکا ته د سپارل کېدو له غوښتنې سره هم مخ و.

نوموړی د ۲۰۱۹ کال د اپرېل پر ۱۱ د ایکوادور له سفارت په زور واېستل شو او د نږدې یو کال سزا هم د خپل ضمانت له شرطونو د خلاف ورزۍ له امله ور کړل شوې ډه.

پکار و نوموړی تېر سپټمبر خوشی شوی وی، خو یوې ځايي محکمې پرېکړه وکړه، چې سوېډن ته د سپارلو په تړاو یې د دوسیې پرېکړه نه وي شوې، تر هغه وخت به جېل کې وي.

د جولین اسانج بل زوی هم شته، خو په تړاو یې ډېر مالومات نشته، یوازې دومره ویل کېږي چې اسټرالیا کې د سافټ ویر ډیزاینر دی.