کورونا وېروس؛ له قرنطین وروسته د چین وهان ښار

په نړۍ کې له ۱۳نیم لکو زیات کسان پر کورونا وېروس اخته شوي او له ۷۹ زره ډېر کسان یې مړه کړي دي. د چین وهان ښار- چې لومړی ځل دغه وبا پکې خپره شوه- له ۱۱ اونیز قرنطین وروسته دغه ښار بیا خلاص شو او ژوند په کې عادي روان دی.

بل پلو، د کار نړیوال سازمان خبرداری ورکړی چې د کورونا وېروس په نړۍ کې د لږترلږه یو میلیارد او ۲۵۰ میلیونو خلکو دندې ګواښلې دي.

وهان

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، کله چې د چین د وهان له ښاریانو د ګرځبندیز محدودیت لېرې شو، خلک له خپلو کورونو راووتل
د هوايي ډګر دا پولیس د خپل ربوټ په همکارۍ د کورونا وېروس د مشکوکو ناروغانو د معاینې لپاره ولاړ دی.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د هوايي ډګر دا پولیس د خپل ربوټ په همکارۍ د کورونا وېروس د مشکوکو ناروغانو د معاینې لپاره ولاړ دی.
د یوه روغتون کارکوونکې خپلو همکارو نرسانو ته غېږه ورکړې او ورسره ژاړي.

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، د یوه روغتون کارکوونکې خپلو همکارو نرسانو ته غېږه ورکړې او ورسره ژاړي.
د ګڼې ګوڼې په ځایونو کې خلک لیدل کیږي چې له یوه بله لرې اوسي.

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، د ګڼې ګوڼې په ځایونو کې خلک لیدل کیږي چې له یوه بله لرې اوسي.
په عامه ځایونه کې ماشومان او لویان ټول په ځانګړو حفاظتي جامو کې تر سترګو کیږي.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، په عامه ځایونه کې ماشومان او لویان ټول په ځانګړو حفاظتي جامو کې تر سترګو کیږي.
پولیس د اورګاډو او بسونو په بېلابېلو تمځیو کې پر ننوتونکو مساپرو مېکروب وژوونکي سپرې پاشي.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، پولیس د اورګاډو او بسونو په بېلابېلو تمځیو کې پر ننوتونکو مساپرو مېکروب وژونکي سپرې پاشي.
کله چې ګرځبندیز او محدودیتونه پای ته ورسېدل، پر سړکونو د موټرونو کتارونه جوړ شول.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، کله چې ګرځبندیز او محدودیتونه پای ته ورسېدل، پر سړکونو د موټرونو کتارونه جوړ شول.

.