تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ترکیې شل سعودیان د جمال خاشقجي په وژنه تورن کړل
ترکیې شل کسان د وژل شوي سعودي خبریال جمال خاشقجي په وژنه تور کړي دي. په تورنو کسانو کې د سعودي د استخباراتو پخوانی مرستیال احمد اسیري او د شاهي کورنۍ پخوانی سلاکار سعود القهتاني هم شامل دي.
نور اتلس کسان هم، چې ویل کېږي ټول سعودیان دي، د خبریال خاشقجي په وژنه کې په ښکېلتیا تورن شوي .
ترکي چارواکو دا تورونه د عیني شاهدانو د بیانونو پر اساس لګولي، او هغه ډیجټل اله یې هم پلتلې چې د وژل کېدو پر مهال د جمال خاشقجي په لاس تړلې وه.
سعودي حکومت تر دې دمه د ترکي چارواکو د دې پرېکړې په اړه څه نه دي ویلي.
جمال خاشقجي د ۲۰۱۸ کال په اکتوبر کې استانبول کې د سعودي عربستان په قونسلګرۍ کې وژل شوی و.
د لویدیځو هېوادونو استخبارات وایي چې سعودي ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان د جمال خاشقجي د وژنې امر کړی و. خو پخپله شهزاده سلمان دا تورونه ردوي، او دا وژنه د یو شمېر خپلسرو کسانو کار بولي.
سعودي حکمت د دې وژنې په تور پنځه نامالوم کسان په اعدام محکوم کړي او درې تنه نور یې زنداني کړي هم دي.
د ملګرو ملتونو یوه ځانګړي رپوټ ویلي وو چې جمال خاشقجي په قصدي او ناقانونه توګه وژل شوی و او د سعودي عربستان دولت یې د وژنې مسئول دی.
۵۹ کلن جمال خاشقجي د وژل کېدو پر مهال د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې ته کار کاوه او د سعودي حکومت او چارواکو په اړه یې نیوکې کولې.