کورونا ویروس د امریکا ټولو ایالتونو ته ورسېد او مړینې زیاتې شوې
په لوېدیځه ویرجینیا کې د سې شنبې په ورځ د کورونا ویروس د لومړۍ پېښې ثبتېدو سره اوس دا وژونکی ویروس د امریکا ټولو ۵۰ ایالتونو ته ورسېد.
د لوېدیځې ویرجینیا والي جېم جسټېک د لومړنۍ پېښې د اعلانولو پرمهال وویل: موږ پوهېدو چې راځي.
د نیویارک ښاروال وايي، د سن فرانسیسکو د یوې سیمې په څېر کلابند سیمې جوړولو باندې غور کوي.
تراوسه امریکا کې له کورونا ویروس ۱۰۸ کسان مړه شوي او له شپږ زرو درې سوو ډېر یې نیولي دي.
په نړیواله کچه نږدې دوه لکه کسان کورونا شوي او له دې ویروس تر اتو زرو کسان مړه شوي دي.
نیویارک پر څه غور کوي؟

ښاروال بېل ډي بلاسیو وايي، هغه په دوو ورځو کې پرېکړه کوي چې د ښار ۸،۵ میلیون وګړي په کور کې پاتې شي که نه.
په دا ډول ګام سره به خلک کورونو کې محدود پاتې شي یوازې د خوړو او درملو د اخیستلو یا له عامه ښکېلتیا پرته سپي ګرځولو او ورزش کولو ته وتلی شي.
ښاغلي ډي بلاسیو وویل: دا ډېره ډېره سخته پرېکړه ده، موږ پخوا ور سره مخ شوي نه و، د نیویارک تاریخ کې ما له دې مخکې داسې سخت شی اورېدلی نه و.
سن فرانسیسکو خلیج کې چارواکو له ۶،۷ میلیون وګړو غوښتي چې له ډېر ضروري کار پرته د اپرېل تر ۷ په خپلو کورونو کې پاتې شي.
د امریکا پوځ به څه رول لوبوي؟

د عکس سرچینه، EPA
د امریکا مرستیال ولسمشر مایک پېنس وايي، سپینه ماڼۍ ممکن له خپل پوځ وغواړي چې که ایالتي والیانو غوښتنه وکړه، نو د ویروس ګرمه ساحه کې ګرځند روغتونونه جوړ کړي.
هغه سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل، د پوځ له انجینرانو ښايي وغوښتل شي چې ساحوي روغتونونه جوړ کړي یا هم د شته روغتونونو پراختیا کې همکاري وکړي.
د پنټګان مشر یا دفاع وزیر مارک اسپر وايي، د امریکا پوځ به د روغتیا څانګې ته پنځه میلیونه ماسکونه او تر دوو زرو هواکش برابر کړي.
د سې شنبې په ورځ فلوریډا له یوولسو هغو ایالتونو سره یو ځای شوه چې بارونه او هوټلونه بندوي.
امریکا کې ځنډه او لرغونې سیالي د اس ځغاسته تر سپټمبر پورې ځنډولې ده.
د امریکا ولسمشر چې نومبر کې بیا ټاکنو کې برخه اخلي، خبریالانو ته وویل چې ممکن دغه هېواد کې پر سفر بندیزونه ولګېږي.
د نوموړي ادارې د پنځوس میلیارد ډالرو په ګډون له یو تریلیون ډالرو ډېرې پیسې د کورونا ویروس د مخنیوي لپاره ځانګړې کړې دي.









