کورونا وېروس؛ د ولسمشر ټرمپ ټویټ چینایان په غوسه کړل

ټرمپ

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ولسمشر ټرمپ په یوه ټویټ کې کورونا یو چینایی وېروس بللی و

چین د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ هغه خبرې ته له غوسې ډک غبرګون ښودلی چې کورونا وېروس یې د یوه "چینايي وېروس" په توګه یاد کړی و.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند خبرداری ورکړ چې امریکا باید د چین د بدنامولو پر ځای "خپل کار سره کار ولري. "

په ۲۰۱۹ کال کې د کورونا وېروس لومړنۍ مثبتې پېښې د چین له ووهان ښار کې ثبت شوې وې.

د ډونلډ ټرمپ له د دې څرګندونې وړاندې تېره اوونۍ د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند د توطئې د یوې تېورۍ په اړه خبره کړې وه، او ادعا یې کړې وه چې د کورونا وېروس د امریکا پوځ سېمې ته راوړی.

د چین د دې تور له امله د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو اړ شو چې له چینه وغواړي چې د ناسمو مالومات له خپرولو ډډه وکړي.

ښاغلي پومپیو ویلي وو، چین په دې کار هڅه کړې چې د وېروس د خورېدو پړه په نورو واچوي.

اسپانیه

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، روغتیا نړیوال سازمان وایي چې اوسمهال اروپا د کورونا وېروس مرکز دی

تر اوسه په نړۍ کې د کورونا وېروس څه باندې ۱۷۰ زره مثبتې پېښې ثبت شوي دي. له دې ډلې څه باندې ۸۰ زره یې په چین کې دي.

خو په دغه هېواد کې اوس د دې ناروغۍ مخنیوی شوی دی. نن سې شنبه چینایي چارواکو وویل په ټول هېواد کې یې یوازې یوه نوې مثبته پېښه ثبت شوې ده، او نورې ټولې مثبتې پېښې له بهره چین ته ورغلې دي.

د رغوتیا نړیوال سازمان وایي چې اوسمهال اروپا د کورونا وېروس په مرکز بدل شوی دی او په ایټالیا، فرانسه او اسپانیه کې تر ټولو ډېرې پېښې رامخې ته شوې دي.

کورونا

د عکس سرچینه، BBC