کورونا؛ له اروپا امریکا ته یوه میاشت هر ډول سفر ځنډول

کورونا

د عکس سرچینه، Getty Images

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وايي، د کورونا ویروس د پېزوانولو یا مهارولو لپاره دغه هېواد ته له اروپا ټول سفرونه د یوې میاشتې لپاره ځنډوي.

خو دې بندیز کې برتانیا نه راځي چې لږ تر لږه د کورونا ۴۶۰ پېښې پکې ثبت شوې دي.

ښاغلي ټرمپ وویل: له خپلو پولو د کورونا د تازو پېښو د لرې ساتلو لپاره له اروپا امریکا ته ټول سفرونه ځنډوم.

د نوي فرمان له مخې امریکايي وګړي او لومړۍ درجه خپلوان یې او همدارنګه هغه کسان چې امریکا کې د استوګنې شین کارت ولري او د کورونا سمه معاینه یې شوې وي دغه هېواد ته تللی شي.

ولسمشر ټرمپ خپل سپینه ماڼۍ کې د تلوېزوني وینا پر مهال دا نوی فرمان ووایه او دا پرېکړه یې محکمه او ضروري وبلله.

تراوسه امریکا کې د کورونا ۱۱۳۵ پېښې پېژندل شوې، چې ۳۸ کسان یې مړه شوي هم دي.

کورونا

ولسمشر ټرمپ دا هم ویلي چې د امریکا د روغتیايي بېمې شرکتونو هوکړه کړې چې له کورونا د پیدا شوې ناروغۍ لګښت به پرې کوي.

هغه دا هم وویل، چې د هغو کارګرو سره د مرستې پروګرام به هم اعلان کړي چې په دې ناروغۍ اخته او لا یې هم له امله قرنطین شوي دي او هم مالیې وزارت ته امر وکړی چې له هغو کسانو او شرکتونو په ځنډ مالیې واخلي چې له کورونا زیانمن شوي دي.

ښاغلي ټرمپ د هغو کوچنیو کاروبارونو سره د میلیاردونو ډالرو پور ور کولو پروګرام اعلان کړ چې د امریکا پر اقتصاد د کورونا د اغېز کمولو هڅه کوي.

هغه کانګرس وهڅاوه چې له دې ویروس سره د مقابلې لپاره د نویو او ټولیزو هڅو په توګه د مالیو د ډېر کمولو لپاره تدبیرونه تصویب کړي.

هغه زیاته کړه: موږ د امریکایانو د خوندیتوب لپاره د فدرال حکومت او خصوصي برخو د ټولو وړتیاوو په کار اچول غواړو.

نړیوال خپرېدل

کورونا

د امریکا د ولسمشر دا پرېکړه له هغه څو ګړۍ وروسته ده چې د روغتیا نړیوالې ادارې وویل، اوس ټوله نړۍ کې کورونا خپرېږي.

ډاکټر تدروس ادهانو ګبریسوس وویل، چې له چین بهر د کورونا خپرېدل تېرو دوو اونیو کې ۱۳ برابره شوي دي.

نوموړي دا هم وویل، چې د حکومتونو د عمل نه کول سخت وېروونکي دي.

د یوې ناروغۍ وبا بلل په دې مانا ده چې په یو وخت په څو هېوادونو کې خپرېږي.

ایټالیا کې له دې ویروس د خلکو د مړینې په زیاتېدو سره د دغه هېواد حکومت د خوراکتوکو له هټیو او درملتونونو پرته د نورو ټولو پلورنځیو د تړلو اعلان کړی دی او دا په اروپا کې له کورونا سره د مقابلې تر ټولو سخت تدابیر دي.