هند: د امریکا سفارت 'محوطه' کې پر ۵ کلنې ماشومې جنسي تېری شوی

دا وروستیو کلونو کې په هند کې د جنسي تېري پېښو پر ضد پراخ احتجاجونه شوي

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، دا وروستیو کلونو کې په هند کې د جنسي تېري پېښو پر ضد پراخ احتجاجونه شوي

د هند پلازمېنه ډیلي کې یو ۲۵ کلن سړی له هغه وروسته نیول شوی چې ویل کېږي د امریکا سفارت په محوطه کې یې پر پنځه کلنې ماشومې جنسي تېری کړی دی.

ځايي پولیسو پي ټي ای خبري شبکې ته ویلي، د ماشومې د کورنۍ له شکایت ثبتولو وروسته یې د یکشنبې پر ورځ دغه سړی نیولی دی. روغتیا پالانو له معایناتو وروسته دا تاييد کړل چې پر دغې ماشومې جنسي تېري شوى.

دوى وايي، د ماشومې روغتیا اندېښمنونکې نه ده.

د دغې ماشومې کورنۍ د سفارت په محوطه کې اوسي او پلار یې د سفارت د خدمتگارې عملې غړی دی. پولیس وايي، نیول شوی سړی د سفارت کارکوونکی نه دی، خو دی هم له کورنۍ سره د سفارت په محوطه کې ژوند کوي ځکه پلار یې هلته نوکري لري.

ویل کېږي دغه سړی ډرېور یا موټر چلوونکی دی. د امریکا سفارت د ډیلي ښار مرکزي برخه "چانکیاپوري" کې موقعیت لري چې یو شمېر نور سفارتونه هم پکې شته.

دغه سفارت پر ۲۸ اېکړه ځمکه جوړ شوی، چې کلکه ساتنه او څارنه یې کېږي. د هندوستان ټایمز ورځپاڼې رپوټ کې راغلي چې د نیول شوي سړي او ماشومې کورنۍ یو بل پېژني او د پېښې پر مهال ماشومې له کوره بهر لوبې کولې چې دغه سړي په کومه پلمه خپل کور ته بیولې وه.

د پېښې پر مهال د ماشومې مور، پلار په کور کې نه وو. کور ته له ستنېدو وروسته ماشومې خپلې مور ته حال ویلي او سملاسي روغتون ته بیول شوې وه، چې د پولیسو په وینا ډاکټرانو تایید کړه چې پر دغې ماشومې جنسي تېری شوی دی.

پولیس وايي، په هند کې د ماشومانو خوندیتوب د سخت قانون له مخې له نیول شوي سړي پوښتنې ګروېږنې کېږي.

وړم کال جون کې هندي چارواکو وویل، دغه هېواد کې له هرو ۱۳ دقیقو وروسته پر یوې ښځې یا نجلۍ تېری کېږي

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، وړم کال جون کې هندي چارواکو وویل، دغه هېواد کې له هرو ۱۳ دقیقو وروسته پر یوې ښځې یا نجلۍ تېری کېږي

۲۰۱۸ م کال کې په هند کې پر دوو ماشومانو جنسي تېری وشو، ووژل شول او د دې پېښو په تړاو له پراخو اعتراضونو وروسته حکومت پر ماشومانو د جنسي تېري کوونکو لپاره د اعدام سزا تایید کړه.

په هند کې د جرمونو تازه شمېرې ښيي چې په هرو څلورو هغو کسانو کې چې جنسي تېری پرې کېږي، یو یې ماشوم دی او په دغسې ۹۴ قضیو کې قربانیان هغه کس پېژني چې تېری پرې کوي.

۲۰۱۲ کال کې د پلازمېنې ډیلي په یوه روان بس ګاډي کې پر یوې محصلې د ډله ییز جنسي تېري له پېښې وروسته په هند کې د دغسې پېښو مخنیوي پر لارو چارو خورا پراخ اعتراضونه وشول.

تېر نومبر کې په سویلي ښار حیدراباد کې پر یوې ۲۷ کلنې ویټرنرې د جنسي تېري له پېښې وروسته هم پراخ احتجاجونه وشول.