ترکیه کې واورې ښوېدنې لسګونه کسان وژلي

په ترکیه کې چارواکي وايي، له یوۀ غره د واورې ښوېدو له امله لږ تر لږه ۳۳ کسان وژل شوي او لسګونه نور تر واورې لاندې شوي دي.

له دې وړاندې د سې شنبې پر ورځ له ایران سره پولې ته نژدې دغه سیمه کې واوره ښوېدلې وه، چې پنځه کسان یې وژلي وو، او نن چهارشنبې د پېښې ځای ته نژدې ۳۰۰ مرستندویان ورغلي وو، چې واوره دویم ځل وښوېده.

ویل کېږي، د پېښې ځای کې په موټرو کې ناست له ۵۰ ډېر کسان د چهارشنبې پر ورځ د واورې ښوېدنې له امله ایسار پاتې دي. د پېښې له ځایه خپاره شوي تصویرونه ښيي چې ځینې کسان په سټرېچرو لېږدول کېږي.

د چهارشنبې له پېښې وروسته د واورې ښوېدنې دغه پېښه کې د ټولو وژل شویو کسانو شمېر ۳۸ کسانو ته ورسېد. د ترکیې حریت ورځپاڼې د وان سیمې والي محمد امین بیلمیز له خولې ویلي، په وژل شویو کې پولیس، ساتونکي، مرستندویان او ملکي خلک شامل دي.

د ایسارو کسانو موندلو لپاره د لټون چارې پیل شوې دي. بل لور ته د انادولو خبري اژانس په رپوټ کې د کورنیو چارو وزارت مسئولینو له قوله ویل شوي، تر اوسه له واورې ۳۰ کسان راایستل شوي دي. داسې وېره څرګندیږي، چې ښايي مرګژوبله ډېره شي.

د ترکیې این ټي وي ټلویزیون رپوټ کې ویل شوي، د سیمې اوسېدونکي او پوځیان هم د مرستې په کارونو کې شامل دي، خو د واورې او لړو له کبله د مرستې چارې ټکنۍ دي.

د سې شنبې پر ورځ پر یوه مني بس ګاډي او د واورې پاکولو پر یوه ماشین واوروه راوښوېده چې د پنځو کسانو مړینې تر څنګ دوه کسان پکې لا هم بې درکه دي.

د ودانیزو چارو یو کارګر چې د سې شنبې ورځې په پېښه کې ژوندی پاتې شوی و، وتوانید د پېښې له ځایه ووځي او د پېښې په تړاو معلومات ورکړي.