د طبیعي پېښو د تلفاتو مخنیوي غوره لار

    • Author, محمد عاصم مایار
    • دنده, د کابل پولیتخنیک پوهنتون استاد

د ۲۰۱۸ کال وچکالۍ او ۲۰۱۹ کال سېلابونو وروسته افغان حکومت له متخصصینو او نړیوالو ارګانونو سره په مشوره پرېکړه وکړه چې د طبیعي پېښو د تلفاتو ستونزه حل کړي. د دې کار لپاره یې پيل د طبیعي پېښو د وړاندوینې سیسټم له جوړولو وکړ؛ ځکه دا سیستم د طبیعي پېښو په مدیریت او د زیانونو په راټیټولو کې ډېر ګټور رول لري.

د وړاندوېینو په مرسته کېدای شي د هېواد په کچه، د ګواښ سره مخ سیمې او خلک له پېښو وړاندې په ګوته، د تیارۍ لپاره خبر او د پېښو وروسته زیانمنو شويو کسانو ته مرستې ورسول شي. په دې لیکنه کې د افغانستان شرایطو سره برابر، ښه او پلي کېدونکي دا ډول سیسټم بحث شوی.

د هوا حالاتو وړاندوینې زرګونه کاله تاریخ لري. پخوانیو خلکو به د لمر لوېدو په وخت کې د رڼا څخه د سبا ورځې هوا د ښه والي اټکل کاوه. خو رسمي وړاندوینې په ۱۹ پېړی کې هغه وخت پیل شوې چې د ارتباط ټینګولو وسایل جوړ شول. په ۱۸۴۰ لسیزه کې د ټلګراف په جوړولو سره دا امکان پیدا شو چې د یوه ورځني پیاده مزل لېرې واټن څخه په لږ وخت کې حال ترلاسه شي.

دې کار مرسته وکړه چې د باد راتلونکې خوا څخه ژر د هوا حال معلوم شي. وروسته بریتانوي پوځ په ۱۸۶۰ کال کې په رسمي ډول د هوا وړاندوینې سیسټم جوړ کړ. د هوا وړاندوینه لومړی، ټایمز ورځپاڼې په ۱۸۶۱ کال کې چاپ کړه او په تلويزیون بي بي سي په ۱۹۳۶ کال خپره کړه.

د لیکوال نور مطالب:

وروسته سټلایټونو د هوا په وړاندوینو کې ډېر پرمختګ رامنځ ته کړ. په ۱۹۸۲ کال کې له سپوږمکۍ د هوا څپو کمپیوټرې انځورونه په امریکا کې په ټلویزیون وښودل شول.

د وړاندوینو په خپرولو کې انټرنټ ډېره مرسته کړې. د انټرنټ په مرسته له یو مرکز څخه د نړۍ د لویو ښارونو او لېرې پرتو سیمو د اټکل او خبرولو زمینه برابره شوه. دې چارې له هغو هېوادونو سره هم مرسته وکړه چې د اټکل سیسټم نلري. خو اوس د ځیرک تلیفون کارولو دا کار بیخي اسانه کړی.

د دومره اسانتیا سربېره، اوس دا پوښتنې مطرح کېږي چې دا وړاندوینې څومره کره دي؟ د وړاندوینو سره سره بیا ولې لویې پېښې رامنځ ته کېږي او ولې د اوږد مهال وړاندوینې نشي کېدای؟ تر څو خلک ورته تیار وي.

د وړاندوینو له دقت څخه اوس تمې ډېرې لوړې شوي. پخوا به د ورښت او یا نه ورښت اټکل مهم و خو اوس د کميپوټر، سپوږمکۍ او نورو وسایلو په شتون کې د ورښت ځای، وخت او اندازه اړین دي. له همدې امله اوس د پنځه ورځنیو وړاندوینو دقت، د ۱۹۸۰ لسيزې د یوې ورځې وړاندوینې له دقت سره برابر دی.

دا چې د هوا څپې په احتمالي توګه توپیر کوي، د وړاندوینو چاره یې ستونزمنه کړې او نشي کېدای د اوږد مهال لپاره کره اټکل وشي. ځکه په اوږد مهال کې د ځای، وخت او کچې له اړخه ډېر تغیر په کې رامنځ ته کېدای شي. له همدې امله د پنځو ورځو وړاندوینه ۹۰ سلنه، یوه اونۍ ۸۰ سلنه او د لس ورځو اټکل تر نیمايي دقت لري.

اوسني نړیوال سیسټمونه تر۹۰ ورځو پورې وړاندوینه کوي خو ډاډمن دقت نه لري. اما د اورښت شتون او نشتون اټکل ترې کېدای شي چې د وچکالۍ وړاندوینې لپاره ډېر ګټور دی. له همدې امله د وچکالۍ اټکل تر دریو میاشتو مخکې نشي کېدای.

پرمختللي هېوادونه یواځې د هوا حالاتو وړاندوینه نه کوي، بلکې د هوا د سړو او ګرمو څپو، دوړو، سېلابونو، وچکالۍ، ځنګولونو اور او ځمکې ښویدنې د اټکلولو لپاره قوي سیسټمونه لري. ځینې دا سیسټمونه د ټولې نړی لپاره پورتنۍ پېښې اټکلوي چې کارول یې هغو هېوادونو ته چې دا سیسټم نلري ډېر ګټور دي.

د افغانستان ګاونډیان هم د طبیعي پېښو پر وړاندې دا ډول سیسټمونه نلري او د نړیوالو هغو څخه کار اخلي. چې د ایران لاسرسی ورته د نړیوالو بندیزونو له امله محدود دی.

څه باید وشي؟

افغانستان په ۱۹۷۰ لسیزه کې د سیمې په کچه د هوا پېژندنې ښه شبکه درلوده چې جنګونو له منځه یوړه. په ۲۰۱۶ کال کې نړیوالې هوا پېژندنې ادارې، د افغانستان د هوا پېژندنې اداره یو څه تجهیز او ظرفیت يې لوړ کړ چې اوس د هوا او سېلابونو اړوند خبردارۍ خپروي. افغان حکومت اوس یوې کمیټې ته دنده سپارلې چې د طبیعي پېښو د وړاندوینو سیسټم جوړ کړي.

د طبیعي پېښو لپاره معیاري سیسټم لاندې څلور اساسي برخې لري:

1.د خطر پېژندنه: په هره سیمه کې د احتمالي خطر لکه سېلاب، ځمکې ښویدنې او نورو ګواښونو لپاره د نقشو جوړول

2.د ارزونې، اټکل او خبرداري برخه: د ګواښونه پر له پسې ارزونه او له پېښو مخکې خبرداری ورکول

3.د خبرداري خپرولو او اړیکو برخه: سیسټم باید په کره توګه د یوې سیمې اوسېدونکو ته خبرداری ورکړي، په داسې حال کې چې د خوا او شا سیمو اوسېدونکي په تشویش نکړي.

4.د پېښو پر وړاندې د ځواب وړتیا: اړوند دولتي ادارې باید د هرې طبیعي پېښې لپاره کافي امکانات او ځواک ولري چې د پېښې پر وخت اړین اقدام وکړای شي.

افغان حکومت د خطر پېژندنې په برخه کې یو لړ کارونه کړي او د هېواد په کچه یې د طبیعي ګواښونو ځینې نقشې جوړې کړې دي. خو په دې برخه د هرې سیمې امکانات او له ګواښ سره مخ خلک په کره ډول ندي پیژندلي چې باید معلوم او د پېښو پر وخت ورڅخه کار واخیستل شي. په دې برخه کې د افغانستان انعطاف منلو کنسورسیم (ARC) په هغو ۹ ولایتونو کې چې د لوړ ګواښ سره مخامخ دي یو لړ کارونه کړي. چې کېدای شي د ARC سیسټم ته پراختیا ورکړل شي تر څو ټول افغانستان تر پوښښ لاندې راولي.

د ارزونې او اټکل په برخه کې د هوا پېژندنې اداره د اورښت نظارت کوي او د هغه په مرسته د هوا او سېلاب خبرداری خپروي. د نورو طبیعي پېښو د نظارت او خبرداري لپاره اړین ظرفیت او امکانات نشته. له همدې امله سپارښتنه کېږي چې په دې برخه کې د نړیوالو سیسټمونو څخه اوس کار واخیستل شي. دا کار بېلا بېلې ادارې ترسره کولای شي خو د پایلو په شریکولو کې باید اړینه همغږي او چټک وي.

د سیسټم د پیاوړتیا لپاره، دولت باید د هر طبیعي ګواښ نقشې او خبرداري دقیق کړي او ټلیفوني شبکو په مرسته، خبردارۍ او لارښونو پیغام د سیمې اوسېدونکو ته ورسوي. غیر دقیق معلومات باور له منځه وړي او په راتلونکي کې زیانونه پېښولای شي.

د پېښو پر وخت، دولتي ادارې باید د ګواښونو په تناسب زیانمن شویو ته د ځای او خوراک امکانات برابر کړي. دا چې طبیعي پېښې څو ډوله دي او هر یوه د زیانونو په تناسب امکاناتو ته اړټیا لري. باید هرې طبیعي پېښې ته ځانګړې ستراتیژي جوړه او پر بنسټ یې عمل وشي. د بېلګې په توګه د وچکالۍ لپاره د وړاندوینې درې میاشتنې او د سېلابونو لپاره څو ورځنی مهلت مرسته کوي چې ژغورنې لپاره اړین کارونه وشي.

په مخ پر وده هېوادونو کې د امکاناتو، ټکنالوژۍ، تخنیکي پوهې، روڼتیا او د همغږۍ نشتون د دا ډول سیسټمونو پلي کول له ستونزو سره مخامخ کوي، خو د پورتنیو ستونزو حل، د نوې ټکنالوژۍ کارونه او د وړاندوینو سیسټمونو د نقشو دقت په لوړولو سره کېدای شي د لویو طبیعي پېښو سره موثره مبارزه وکړل شي.