ولې په افغانستان کې د سېلابونو تلفات ډېر دي؟

    • Author, عاصم مایار
    • دنده, د کابل پولي تخنیک پوهنتون استاد

سږ کال په هېواد کې تر پخوا ډېر سېلابونو راغلل چې له امله یې مرګ ژوبله هم لوړه وه. دا چې په افغانستان کې د سېلابونو موسم د جوزا مېاشتې تر پایه دوام کوي نو ممکن د تلفاتو په شمېر کې لوړوالی راشي.

په افغانستان کې د طبیعي پېښو له امله د وژل شویو او زیانمن شویو کسانو شمېر د ملګرو ملتونو د یوې ادارې (UNOCHA) او د پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې لخوا په منظم ډول ثبت کېږي. د دې تر څنګ ځېنې نړیوال دېټابېسونو هم د سېلابونو شمېر او زیانونو په اړه معلومات ثبت او خپروي.

د OCHA د خپرو شویو شمېرو پر اساس، په ۲۰۱۹ کال کې تر اوسه د سېلابونو له امله ۱۳۲ کسان وژل شوي او ۱۸۶ نور ټپیان دي. د دې ترڅنګ تر ۱۲ زرو ډېر کورونه له منځه تللي او د ۱۹ زرو څخه د ډېرو کورونو د ویچاړېدو راپور ورکړل شوی.

همدارنګه د سېلابونو له امله په مجموعي ډول په ۲۴ ولایتونو کې ۳۴ زره کورنې او ۲۳۶ زره کسان متاثره شوي دي. په افغانستان کې د مالي زیانونو په اړه تر اوسه کومې ادارې راپور ندی خپور کړی. خو د ځاني تلفاتو او ویچاړ شویو کورونو له شمېرو ښکاري چې د مالي زیانونو کچه هم لوړه ده.

که د سېلابونو په اړه نړیوالو شمېرو ته وګورو دا به وموو چې سېلابونو تقریبا په ټوله نړی کې یو شان پېښېږي. خو له امله یې د وژل شویو کسانو په شمېر کې بیا د پرمختللو او وروسته پاتې هېوادونو تر منځ لوی توپیر شته. چې په دې لړ کې د ټولې نړۍ دوه پر دریمه برخه وژل شوی کسان په آسیایې هېوادنه کې دي.

د دې علت دا دی چې په اسیایي هېوادونو کې ۷۵ فیصده خلک په غریبو سیمو کې ژوند کوي، ښارونه یې په غېر پلاني او چټک ډول پراختیا مومي. نفوس او د نفوس وده په کې لوړه ده چې په متناسب ډول په زیانمنونکو سیمو کې اوسېدنه غوره کوي. د دې تر څنګ سیندونو او بحرونو ته نېژدې په ټیټو سیمو کې ګڼ شمېر کسان استوګن دي.

او په دې سیمه د اقلیمي بدلون ستونزې هم ډېر اثر کړی. د اسیایي هېوادونو ټیټ اقتصادي وضعیت هم د دې لامل شوی چې د سېلابونو پر وړاندې اړینې ودانۍ ونلري. په آسیا کې یوازې جاپان د سېلابونو لپاره د اوبو د تخلیې او زېرمه کولو پرمختللي ودانۍ لري. او چین هم په دې وروستیو کې د دې ستونزې د مخنیوي لپاره جدي ګامونه پورته کړي دي.

خو بله خوا بیا غربي هېوادونه تر ټولو لږ تلفات لري دا ځکه چې د سېلابونو په اړه ډیر پرمخ تللي سیسټمونه او ودانۍ لري. چې په دې لړ کې د وړاندوینې دقیق سیسټمونو او په سیندونو کې د اوبو مسلسلې زېرمې شاملې دي. دا زېرمې په ځنځیري ډول فعالیت کوي او د سېلاب اوبه په هغه کچه لاندې خوا ته پرېږدي چې سیند یې په مصون ډول انتقال کړي.

ښارونه یې د کانالېزاسیون او سېلاب د اوبو لپاره تر ځمکه لاندې پراخ تونلونه او شبکې لري چې اوبه په مناسب وخت انتقالوي. د دې تر څنګ د لویو سېلابونو په وخت کې هم موقتي دیوالونو کارول او د سیمې د تخلیه لپاره پلانونه لري. پر دې سربېره د پېښو پر وړاندې قوي عاجل ټیمونه او وسایل لري چې کولای شي د پېښو پر وخت زیانمن شوي کسان وژغوري تر څو د تلفاتو مخنیوی وشي.

زمونږ په ګاوڼدي هېواد ایران کې هم سږ کال ډېر سېلابونو راغلل چې د OCHA د شمېرو له مخې ۷۸ کسان په کې وژل شوي او ۶۵ زره کورونه یې ویچار کړي دي. که څه هم د ایران د سېلابونو کچه تر افغانستان ډېره لوړه او پراخه وه خو ځاني تلفات یې لږ دي. د افغانستان په سېلابونو کې د تلفاتو د لوړوالي علتونه په لاندې ډول دي:

1.د سېلابونو لپاره د بنسټیزو ودانیو لکه بندونو، استنادي دېوالونو او طبیعي زېرمو نشتوالۍ: د بېلګې په توګه که چېرې د شاتوت بند جوړ وای، په کابل ښار کې به وروستي سېلاب لږ زیانونه اړولي و.

2.د سېلابونو په اړه د پوهاوی نشتون او د پېښو په وخت کې غفلت کول.

3.په چتکۍ سره د ښارونو غیر پلاني پراختیا او د نفوس ډېر تراکم.

4.په ښارونو کې د کانالیزاسیون لپاره د اړینې شبکې نشتوالی او د اوسنيو ویالو او پلچکونو حفظ او مراقبت ته پاملرنه نه کول.

5.په ښارونو کې د زورواکانو له لوري د سیندونو د حریم غصب او د ودانیو جوړولو لپاره پلورل.

6.په کلیوالو سیمو کې د سېلابونو په اړه لږ پوهاوی، د اوبو مسیرونو بندښت او پر وخت نه پاکول.

7.د جوړ شویو کورونه ټیټ کیفیت: په افغانستان کې ډیری کورونه له خامو موادو جوړ شوي چې د سېلابونو پر وړاندې اسقامت نلري.

8.د ښارګوټو او ودانیو په ډېزاین کې د سېلاب په نظر کې نه نیول.

9.د دولتي ادارو له لوري د سېلابونو د نقشو نه پلی کول.

10.د سېلاب په اوبو کې د موټرو تګ او د ترافیکي قوانینو نه عملي کول: د سېلاب له ۳۰ - ۶۰ سانتي ژوروالی کولای شي کوچني او متوسط موټر انتقال کړي. په لویو لارو کې ډېر ځله د چلونکو د غفلت له امله د مسافرو ژوند له خطر سره مخامخ شوئ.

11.د سېلاب اوبو ته نېژدې تفریح کول. ځکه ځینې کسان فکر کوي چې وروسته بیا ځان ژغورلی شي. خو د سېلاب اوبه ډېر خطر لري او تر ۱۵ سانتي ژوروالي ېې کولای شي یو لوی کس ورسره یوسي.

12.د سېلابونو په پېښو کې زیانمن شویو کسانو د ژغورلو لپاره د عاجل ټیمونو لږوالی او د زیانمن شویو سره پر وخت مرسته نه کول.

که چېرې پورتنیو علتونو ته پاملرنه وشي د سېلابونو په ځاني او مالي زیانونو کې به د پام وړ لږوالی راشي. دې ستونزې ته ځینې حل لارې په لاندې ډول دي:

1.د سېلابونو ستونزې د اوږد مهاله حل لپاره د بنسټیزو ودانیو جوړول.

2.د سیندونو د حریم ساتنه او احیا

3.د ځمکې لاندې اوبو د تغذیې ترویج کول. خصوصا په ښارونو کې تر څو د سېلاب په اوبو کې لږوالی راشي او همدارنګه له اوبو مناسبه ګټه واخیستل شي.‌ د دې کار لپاره باید فرعی لارې او کوڅې په نیمه نفوذي ډول جوړې شي تر څو اوبه ځمکې ته ننوزي.

4.د سېلابونو لپاره د ښارونو په تفریحي پارکونو او د کلیوالو سیمو غرونو ته نېژدې د ژورو زیرمو جوړول، تر څو د سېلاب اوبه په کې تم شي.

5.په ښارونو کې د کانالیزاسیون شبکې پراختیا او حفظ او مراقبت ته پاملرنه.

6.د سېلاب د اوبو لپاره د ویالو او پلچکونو پاک ساتل تر څو اوبه په مصون ډول لاندې خوا ته لاړې شي.

7.د سېلاب د اوبو د منحرف کولو لپاره استنادي ډېوالونو جوړول.

8.د سېلاب اوبو ته نېژدې تفریح نه کول او د سېلاب پر وخت په واټونو کې د ترافیکي قوانینو رعایت کول.

9.د سېلاب لپاره له پېښو مخکې، د پېښو پروخت او همدارنکه له پېښو وروسته تدابیر په پام کې نیول.

10.د عاجل ټیمونو ظرفیت لوړلو او زیانمن شویو ته پر وخت د مرستو رسول.

دا چې افغان دولت اوس مهال د پورتنیو وړاندیزونو د بشپړ پلي کولو توان نلري، نو د ولس ګډون او وړاندیزونو ته پاملرنه کولای شي د زیانمنو شویو کسانو په شمېر کې لږوالی راولي.

همدارنګه دولت ته په کار ده د دا ډول لویو پېښو پر وخت له نړیوالو مرستندویو ادارو لکه بې پولې ډاکټران او نورو څخه مرسته وغواړي. خو امنیتي ستونزو د نړیوالو مرستندویه ادارو فعالیت له ګواښ سره مخامخ کړی چې له همدې امله ډېری ادارې په دې برخه کې لازمې مرستې نه کوي.

د لیکوال په اړه:

محمد عاصم مایار د کابل د پولېتخنیک پوهنتون استاد او همدا راز د جرمني په شتوتګارت پوهنتون کې د دوکتورا محصل او څېړونکی دی. د نوموړي د څېړنې موضوع "د اوبو د منابعو مدیریت " ده. په دې لیکنه کې ټول نظرونه او وړاندیزونه په لیکوال پورې اړه لري.