تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ترکیه کې زورورې زلزلې مرګژوبله اړولې
د ترکیې ختیځ کې د ریکټر په کچه ۶٫۸ درجې زلزله شوې، چې لږ تر لږه ۲۲ کسان یې وژلي او سلګونه نور یې ټپیان کړي دي.
زلزله په ختیځ الازیغ ښار کې شوې ده، ځینې ودانۍ یې نړولې او خلک له وېرې لارو، کوڅو ته راوتلي دي.
د ترکیې په څنګلورو هېوادونو سوریه، لبنان او ایران کې هم د زلزلې ټکانونه محسوس شوې دي.
ترکیه کې له دې مخکې هم زلزلې شوې، په ۱۹۹۹ کال د دغه هېواد په ازمیر ښار کې زلزلې لږترلږه ۱۷ زره کسان ووژل.
د جمعې ورځې زلزله په ځايي وخت ۲۰:۵۵ بجې شوې وه چې بیا وروسته ځمکلړزه هم ورسره وه.
د ترکیې د بېړنیو پېښو ادارې ویلي، له زلزلې وروسته یې ۶۰ ځمکلړزې ثبت کړې دي. په ځینو وېډيوګانو کې لیدل کېږي چې ژغورندویې ډلې په کنډوالو کې خلک لټوي.
چارواکو اغېزمنو شویو ته فرشونه، خېمې او پوښاک استولي دي. د زلزلې سیمه کې د تودوخې کچه تر صفر ښکته ده.
د زلزلې مرکز سیورچه ښار بلل شوی چې د وګړو شمېر یې شاوخوا ۴۰۰۰ دی.