البانیا کې زلزلې ۲۷ کسان وژلي؛ سلګونه ټپيان دي

په البانیا کې ژغورونکې ډلې په هغې زلزلې کې چې لږ ترلږه ۲۷ کسان یې ووژل د ژوندیو پاتې شویو کسانو لټون کوي.

دغلته د سره صلیب کمیټه وايي داسې ګومان دی چې له لسو تر پنځلسو پورې کسان اوس هم د ویجاړو شویو ودانیو تر خاورو لاندې دي. رپوټونه وايي چې دې زلزله کې شاوخوا ۶۵۰ تنه ټپیان دي.

څه باندې سل کسان وار دمخه د خاورو له لاندې نه ژوندي ایستل شوي دي.

په البانیا کې یوه سیمه ییز خبریال بصیر لیکمیتا بي بي سي ته د هغه ځای وضعیت کړکېچن انځور کړ. د البانیا چارواکو له اروپايي هېوادونو نه د ژغورنې په چارو کې د مرستې غوښتنه کړې ده.

اروپايي ټولنې تایید کړې چې، سیمه ته یې له ایټالیا، یونان او رومانیا ژغورنډلې استولي.

د ۶،۴ ریشتر په کچه د سې شنبې سهار زلزلې د پلازمینې شمال لویدیځ کې شاوخوا ۳۴ کیلومټره سیمه لړزولې. زلزله هغه مهال شوې چې خلک ویده وو.

ډیری کسان په سمندرڅنډه ښار دوریس او تومان مړه شوي دي او زلزلې مرکز هم دغه ښارونو ته نژدې ښودل شوی دی.

د زلزلې د ټکانونو د دوام له کبله سلګونه کسانو له کورونو بهر په کېږدیو او موټرونو کې شپه تېره کړې.

د البانیا لومړي وزیر ایډي رما ژمنه کړې چې د لادرکه شویو کسانو لټولو بهیر به دوام ولري.

حکومت چهارشنبه ملي ماتم اعلان کړی. په تېرو څو لسیزو کې دا تر ټولو پياوړې زلزله یاده شوې ده.