۱۳ فرانسوي پوځیان د الوتکو ټکر کې وژل شوي

د فرانسې ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، مالي کې د دغه هېواد ۱۳ پوځیان هغه مهال ووژل شول، چې د سخت دریځو وسله والو پر ضد عملیاتو پر وخت یې دوه الوتکې پخپل منځ کې ټکر شوې.

پېښه د دوشنبې پر ورځ شوې او دا په تېرو څو لسیزو کې لومړی ځل دی چې دومره شمېر فرانسوي پوځیان په یو ځای وژل کېږي.

فرانسوي ولسمشر ایمانویل مکغون د پېښې په هکله 'ژوره خواشیني ' څرګنده کړې او د پېښې په تړاو د معلوماتو راټولول پیل شوي دي.

۲۰۱۳ کال کې فرانسې د مالي شمال ته له هغه وروسته زرګونه پوځیان واستول چې د دغه هېواد پراخې سیمې سخت دریځو وسله والو ونیوې.

که څه هم مالي پوځ دغه سیمې له وسله والو بېرته ونیوې، خو دغه هېواد کې ناامني لا هم شته او وسله وال تاوتریخوالی د سیمې نورو هېوادونو ته هم خپور شوی دی.

فرانسې د مالي تر څنګ د موریتانیا، نایجر، بورکینا فاسو او چاډ امنیتي ځواکونو د ملاتړ لپاره په سیمه کې ۴۵۰۰ پوځیان مېشت کړي دي.

د دوشنبې پر ورځ د بورکینا فاسو او نایجر ترمنځ د پولې سیمه کې د امنیتي ځواکونو او وسله والو سخت دريځو ترمنځ نښته روانه وه، چې د مرستې لپاره ورغلې ټایګر ډوله بریدګره چورلکه او کیوګر نومې پوځي ټرانسپورټي الوتکه په هوا کې وجنګېدې.

په وژل شویو کې د سناتور جین ماري بکیل زوی هم شامل دی. مالي ته د فرانسوي پوځیانو له ورتګه تر اوسه هلته ۳۸ فرانسوي پوځیان وژل شوي دي، خو تر ډېره د وسله والو له بریدونو سره ځايي امنیتي ځواکونه او ملکي کسان مخامخ کېږي.

د هېواد شمال کې پر یوې پوځي پوستې روانه میاشت یوه برید کې د مالي ۵۳ پوځیان وژل شوي وو.