تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
اندونېزیا زلزله کې د وژل شویو شمېر له ۱۳۰۰ کسانو اوښتی
اندونېزیا کې چارواکو ویلي، د جمعې ورځې په زلزلې او سمندري توپان کې د وژل شویو کسانو شمېر ۱۳۴۷ ته رسېدلی دی. له دې مخکې د بېړنیو مرستو ادارې ویلي وو، دغه پېښه کې ۸۴۴ کسان وژل شوي دی.
اووه اعشاریه پینځه درجې زورورې زلزله د جمعې پر ماښام د دغه هېواد مرکزي ټاپو سولواسي کې راغله او له هغه وروسته د ټاپو په پالو نومي ښار کې سمندري توپان (څونامي) مژګژوبله واړوله.
رپوټونو کې ویل شوي، په سیمه کې د هغو خلکو شمېر په ډېرېدو دی، چې خوړو، اوبو او سون توکو ته سخت اړ دي.
داسې اندېښنې هم شته، چې ښايي یو شمېر ژوندي پاتې کسان لا هم د نیمه ورانو ویجاړو ودانیو تر خاورو، خځلو لاندې ایسار وي.
ډېر ژوندي پاتې کسان داسې حال کې لیدل کېږي، چې د کورنیو لپاره په خوړو او اوبو پسې ګرځي.
پالو ښار کې د سړکونو، اوبو، برېښنا او خوړو چمتو کولو شبکې او نژدې ټولې اسانتیاوې له منځه تللې، ښار ته غځېدلې لویې لارې ورانې شوې او د څښاک لپاره لږ پاکې اوبه موندل کېږي.
خبریالان وايي، ځايي پولیس د مرستو مرکزونو کې د اړو خلکو ګڼې ګوڼې کنټرولولو لپاره چیغې وهي او د اوښلن ګاز هوايي ډزې کوي.
د ښار ډېری عبادت ځایونو، روغتونونو او نورو عامه ودانیو ته هم زیان رسېدلي او د سره صلیب ځايي مسوولینو بي بي سي ته وویل، یوازې د یوې نړېدلې کلیسا له خاورو خځلو یې د ۳۴ زده کوونکو مړي راایستلي دي. دوی د ۸۶ زدکوونکو له ډلې دي، چې نور یې لا هم بې درکه دي.
دغه زلزلې د جمعې پر ماښام له ځايي مهال سره سم ۶ بجې او درې دقیقې د سولواسي ټاپو ځمکې په لس کیلومتره ژوروالي کې رامنځته شوه.
د اندونیزیا مرستیال ولسمشر جوزف کالا وايي، د مړو شمېر ښايي زرګونو کسانو ته ورسېږي.
بل لور ته د سره صلیب چارواکي وايي د دغې زلزلې او څونامي له کبله یو اعشاریه شپږ میلیونو کسانو ته د سر یا مال زیان اوښتی دی.