تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د ترکیې پارلمان لیبیا ته د پوځیانو استولو منظوري ورکړه
د ترکیې پارلمان هغه مسوده تصویب کړې چې د دغه هېواد حکومت ته اجازه ورکوي چې لیبیا ته پوځیان واستوي. د ترکیې پارلمان کې دغه مسوده د ۱۸۴ مخالفو رایو په مقابله کې د تایید له ۳۲۵ رایو سره تصویب شوه.
ترکیه د لیبیا پلازمېنې تریپولي کې د هغه حکومت اتحادي ده، چې ملګري ملتونه یې هم ملاتړ کوي.
د لیبیا حکومت د جنرال خلیفه حفتار په مشرۍ له هغو ځواکونو سره جګړه کوي چې د هېواد په ختیځ کې مرکزونه لري. بل لور ته مصر چې د جنرال حفتار ځواکونو ملاتړ کوي، د ترکیې پارلمان دغه پرېکړه غندلې او وايي، په مدیترانه سیمه کې به پر ثبات منفي اغېز وکړي.
تېره اوونۍ د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوګان وویل، د تریپولي حکومت غوښتنې ته د ځواب لپاره به د پوځي مرستې استولو موضوع د پارلمان تایید ته وړاندې کړي.
د دغې مسودې له مخې به د جنرال حفتار پر ضد جګړه کوونکو لیبیايي پوځیانو لپاره روزونکي او پوځي سلاکاران لیبیا لېږل کېږي. د جنرال حفتار ځواکونو د پلازمېنې نیولو لپاره هم بریدونه کړي دي. ترکیې کې چارواکي په دې باور دي چې د لیبیا کړکېچ په دغه هېواد کې د دوی ګټو ته ګواښ کېدای شي.
د بي بي سي د دفاعي چارو خبریال جانتن مارکس شننه:
انقره د لیبیا په کورنۍ شخړه کې لا زیاته داخلېږي او هلته د پوځیانو ځای پر ځای کول د دغه بحران نړیوال کېدو یو نوی پړاو دی. ترکیې د تریپولي حکومت ته چې ملګري ملتونه یې په رسميت پېزني له مخکې لا زغروال ګاډي ورکړي او د هغوی په استازیتوب بې پیلوټه الوتکې کاروي.
که څه هم ترکیه وايي، لیبیا ته استول شوي پوځیان به یې د (روزنې او سلا مشورې) رول لري، خو دا اصطلاح پراخ مفهوم درلودلای شي او که د تریپولي حکومت بل لور ته مخه و نه لري، ترکیه ښايي په دغه کړکېچ کې لا زیات او مخامخ رول ولري.
د (لیبیا ملي پوځ) په نامه د جنرال حفتار ځواکونه د مصر، اردن او خورا مهم عربي متحدو اماراتو ملاتړ له ځان سره لري.
دې ځواکونو له نیمه رسمي روسي پوځي قراردادیانو، او دغه راز د چاډ او سودان له قراردادیانو هم مرستې تر لاسه کړې دي.
ترکیه لیبیا ته په مدیترانه کې د خپلو ستراتيژیکو ګټو یوې مهمې سیمې په نظر ګوري، خو د ترکیې فعالیتونه د دغه هېواد لپاره د لا ګوښي کېدو او د لا پراخ سیمه ییز بحران سبب کېدای شي.