تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ترکیه وايي، د ابو بکر البغدادي خور یې نیولې
ترکیې ویلي د ترکیې شمال ختیځ اعزاز ښار کې یې د "اسلامي دولت" نومې ډلې د وژل شوي بنسټګر او مخکېني مشر ابو بکر البغدادي خور نیولې ده او اوس له هغې او نږو یې څېړنې روانې دي. ۶۵ کلنه رسمیه عواد د سوریې پولې ته نژدې په عملیاتو کې نیول شوې ده. له نوموړې سره د نیول کېدو پرمهال د هغې پنځه بچیان هم وو.
یوه ترکي چارواکي ویلي: "هیله مو دا ده چې د البغدادي له خور نه د اسلامي دولت ډلې په اړه ډېر استخباراتي معلومات ترلاسه کړو."
ابو بکر البغدادي تېره میاشت د سوریې شمال کې د امریکايي ځواکونو په عملیاتو کې ووژل شول.
"اسلامي دولت" ډلې په یوه غږیز پیغام کې - چې پر انټرنېټ خپور شوی، د البغدادي وژل کېدل تایید کړي، خو له امریکا یې د غچ اخیستو ژمنه هم کړې ده.
د البغدادي تر وژل کېدو وروسته ابو ابراهیم الهاشمي القرشي د دغې ډلې مشر وټاکل شو.
یوه امریکايي چارواکي تېره اونۍ وویل، واشنګتن د دغه نوي مشر په اړه څېړنه کوي.
نړیوالو مشرانو د البغدادي د وژل کېدو هرکلی کړی، خو امنیتي کارپوهانو خبرداری ورکړی چې دا ډله "چې سخت جرمونه یې کړي او ډېری مسلمانان یې ترهولي، په سوریه او نوره نړۍ کې لاهم لوی ګواښ دی."