تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د البغدادي وژل کېدو پسې د 'اسلامي دولت' ویاند هم وژل شوی
کردي وسله وال وايي، د 'اسلامي دولت' نومې ډلې ویاند ابو حسن المهاجر د دغې ډلې د بنسټګر او مشر ابو بکر البغدادي تر وژل کېدو څو ساعته وروسته پوځي عملیاتو کې وژل شوی دی.
د دیموکراتو کردانو ځواکونو ویلي، امریکايي ځواکونو په جلا عملیاتو کې ابو حسن المهاجر، چې ډېر اټکل کېده د البغدادي ځای ناستی به شي، وژلی دی.
اټکل دی چې المهاجر جرابلس ته څېرمه په عین البیضاء کلي کې وژل شوی.
د سوريې د بشري حقونو بریتانیا مېشتې ډلې هم د المهاجر وژل کېدل تایید کړي.
دغه سازمان وايي د "اسلامي دولت" پنخه مخکښ قومندانان هم د سوریې د دیموکراتو ځواکونو په ملګړتیا د امریکايي ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوي.
د البغدادي وژل کېدل دغې ډلې ته یو لوی ګوزار ګڼل کېږي، چې تر اوسه یې د بل مشر په ټاکل کېدو سلا نه ده شوې.
خو دغې ډلې ویلي، که مشر هم ونه لري په سوریه او بهر کې د بریدونو وړتیا لري.
امریکا د البغدادي پر سر ۲۵ میلیون ډالر جایزه اعلان کړې وه.
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویلي، د "اسلامي دولت" ډلې غړي په هغه چاودنه کې وژل شوي، چې البغدادي پر ځان پورې د تړلو چاودېدونکو توکو له کبله کړې وه.
ټرمپ وايي، له البغدادي سره د هغه درې ماشومان هم وژل شوي.