هغه ونه چې امریکا او شمالي کوریا یې د جګړې تر پولې ورسول

    • Author, ټوني لکرسټ
    • دنده, بي بي سي

پر ۱۹۷۶ کال اګسټ کې د شمالي کوریا پوځیانو د امریکا او سوېلي کوریا پر یوه ډله هغه مهال برید وکړ چې یوه ونه یې پرې کوله.

دا ونه د کوریاوو پر پوله سخته امنیتي سیمه کې وه.

له درېیو ورځو پرلپسې خبرو وروسته چې سپینه ماڼۍ کې هم وې، امریکا د شمالي کوریا دغه برید ته د سخت ځواب ګواښ وکړ.

سلګونه پوځیان، چورلکې، بي ۵۲ ډوله الوتکې او یوه الوتک وړونکې د دې ونې د وهلو لپاره وخوځول شول.

له دې پوځیانو شپږو یې له بي بي سي سره خبرې کړې دي.

د شمالي او سوېلي کوریا پوله کې وړه سیمه د ګډې امنیتي سیمې په نوم یادېږي چې د ۱۹۵۳ کال جګړې پای ته رسېدو تړون کې بې وسلې ځای اعلان شوی دی.

دلته د دواړو خواوو ترمنځ وخت ناوخت د سولې خبرې هم شوې او د ډونلډ ټرمپ دغه سیمه کې د شمالي کوریا مشر سره په لیدلو لومړنی امریکايي ولسمشر شو چې پر شمالي کوریا یې ګام کېښود.

خو پر ۱۹۷۶ کال د امریکا، سوېلي او شمالي کوریا ځواکونو دې سیمه کې ګزمې کولې او له یو بل سره مخ کېدلو اجازه یې وه. هغه مهال بل فرګوسن ۱۸ کلن و.

دی وايي، د شمالي کوریا د چارواکو ډارولو لپاره هڅول کېدو، هغه هم د دې لپاره چې سیمه کې زموږ په تګ را تګ نیوکه ونه کړي.

هغه مهال شمالي کوریا د روب دوب لپاره هغو امریکايي پوځیانو ته سیمه کې د تګ اجازه ور کوله چې ونه یې له شپږ فوټو لوړه وه.

فرګوسن وايي، له یو بل سره مخ کېدل نه و، خو مني چې د شمالي کوریا ساتونکي یې د مارلبرو سیګرټ بدل کې د خپل هېواد ضد پروپاګند ته هڅول.

د سختو قوانینو له مخې وسله هم محدوده وه، د یو بل پوځیان سره لاس او ګرېوان کېدل، چې له امله یې تاوتریخوالی جوړېده.

فرګوسن وايي، یوه ورځ د شمالي کوریا پوځیانو د یو امریکايي ګارډ لاس ځکه مات کړ چې تېروتنه کې یې خپل چیپ د دوی تر یوه مرکز بوولی و.

خو یوه ورځ د دوی ترمنځ لوی جنجال له هغې ونې جوړېږي چې د تلاشۍ او څارپوستو ترمنځ خنډ وه او امریکايي او د سوېلي کوریا پوځیان یې وهلو ته مټې بډ وهي.

خو شمالي کوریا وايي، چې دا ډول چارې باید د ښکېلو اړخونو په مشوره وشي او بیا د باران له امله د ونې وهل پاتې کېږي.

خو د اګسټ پر ۱۸ تورن پونیفس د ونې وهلو څار خپله کوي او دا یې کوریا کې وروستۍ ورځې هم وي.

مګر د شمالي کوریا یوه ډله راځي ورته وايي ونه مه وه، خو پونیفس ری هم نه پرې وهي او همدا وجه وي چې له یوه بل امریکايي بریدمن مارک بیرټ سره په تبرونو او ډنډو وژل کېږي.

امن سیمه کې د خطر زنګ وهل کېږي، پوځیان تیارسي کېږي او خبر ژر واشنګټن ته رسېږي.

د بهرنیو چارو وزیر هینري کسېنجر د دې کسانو د نیولو لپاره د شمالي کوریا پر بارک د برید مشوره ور کوي:

"دوی دوه امریکایان ووژل که موږ داسې ونه کړو، دوی بیا هم دا کار کوي".

خو پوځي او سیاسی مشرتابه دا غوره بولي چې دا ونه بشپړه له منځه لاړه شي.

ځکه د یوه پلان له مخې د ونې وهلو عملیاتو ته اپرېشن پال بینین نوم ور کوي او نېټه یې هم د اګسټ ۲۱ وي.

ستنېدو ته تیار نه و

بل فرګوسن او مایک بلبو ټوله شپه دې عملیاتو ته یتاری نیسي، پر یوه پل د ولکې نخچه هم جوړوي چې د ونې وهلو پر مهال بیا د شمالي کوریا سرتېري مداخله ونه کړي.

بلبو وايي، د ونې وهلو دومره رواني کړکېچ درلود چې ځینې کسان ناروغ شول او کله چې دوی له مرکز ووتل کوبرا چورلکه هم ور سره پورته شوه:

"ما چې سړک ته کتل ټول پوځي پوځي و او داسې ښکارېدل چې جګړې ته ځي".

۲۷ کلن تورن ټېډ سکېنر چورلکه کې و او کوز ګوري چې پوځیان د ونې لور ته منډې وهي.

"موږ هیله من و چې جګړه به وننه شي، خو که کېدلی ورته تیار وو".

یو ټرک د پل بندولو ته لېږي، چې څوک د ونې د مخنیوي لپاره ور نه شي او بل ټرک د ونې وهلو لپاره ځي.

امریکايي انجینران په دې باور وي چې د ونې پرې کولو لپاره لوی ماشینونه وکارول شي، خو پوځیان وېرېدل چې که پېښه کېږي دا ماشینونه ستنول به ګران وي، وروسته پرېکړه کېږي چې څو کسان په تبرونو ونه پرې کړي.

د ونې پرې کېدو پرمهال د شمالي کوریا پوځیان هم ټرکونو او بسونو کې د پېښې ځای ته روانېږي.

بلبو وايي: د شمالي کوریا سرتېرو سره شنکوف و، دوی او زموږ پوځیان یو بل ته ماشه نیولي ناست و.

د ډېرو امریکايي پوځیانو یاد دي چې دوی او د سوېلي کوریا پوځیان له درنې وسلې سره سیمه کې د شګو بوجیو شاته سنګر نیولي ناست وو.

وین جانسن چې د ونې وهلو پر مهال له بل فرګوسن او مایک بلبو څو متره لرې ولاړ و وايي، "کوریايي ژبه کې مې ډېرې بدې خبرې واورېدې".

خو دا چې ونه وهل شوې وه، نو د شمالي کوریا پوځیان نور مخته نه لاړل او دا ټول ۴۵ منټو کې وشول.

له اپرېش پال بینین وروسته د امن سیمې قانون بدل شو، شمالي کوریا د ملګرو ملتونو د ځواکونو کوچني کانکرېټي دېوال سره بېله شوه، چې بیا د پوځیانو ترمنځ ناندرۍ او ټکر هم ختم شو.

خو دا هغه دېوال دی چې تېر جولای ولسمشر ټرمپ پرې شمالي کوریا ته واوښت.