تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ایا د هېتلر پلار د یهودي پلار غیرشرعي ماشوم و؟
که څه هم نازي مشر اډولف هېتلر د خپل 'زما مبارزه' کتاب ډېره برخه له یهودانو کرکې ته ځانګړې کړې، خو لکه څرنګه چې اسراییلۍ ورځپاڼه 'هارټس' وايي، څېړونکو د دې کار لا ډېره سپړنه کړې ده.
ډېر نظرونه په ډاګه شوي چې له یهودانو د هېتلر د کرکې لاملونه ښیي، ځکه چې دی خپله هم یهودی بلل شوی، خو د هېتلر د مور له مړینې مخکې یوه یهودی ډاکټر د هغې د دردونو د ډېرولو لامل ګرځېدلی.
یهودي الاصله هېتلر
ډېوېډ ګرین په یوه مقاله کې ویلي، واک ته د هېتلر له رسېدو مخکې داسې ګنګوسې وې چې ګنې هېتلر یهودي الاصله دی، چې د هغه د کورنۍ ددغه تاریخي اړخ په اړه ډېر حقیقتونه پټ ساتل شوي.
ګرین زیاتوي، د هېتلر پلار الویس غیر شرعي ماشوم یا ماټونګی و.
که څه هم نیا یې ماریا آنا شیکلګروپر په پای کې له یوهان ګورګ هایدلر سره واده وکړ، خو الویس د خپلې مور د واده پرمهال پنځه کلن و، چې دا د ریښتیني پلار د هویت په اړه هېڅکله هم نه وه په ډاګه شوې.
د هېتلر د نیکه د هویت په اړه ډېر ګومانونه شوي، لکه څرنګه چې د یوهان ګورګ هایدلر او د هغه د ورور یوهان نبوموک هایدلر په اړه هم داسې ګومان کېده.
ډېوېډ ګرین پخپله مقاله کې ویلي د یوبولډ فرانکبرګ په نامه د یوه یهودي له خولې درې ډوله خبرې نقل شوې، چې د هېتلر نیا ماریا په داسې حال کې د اشپزې په توګه ګومارل شوې وه چې له الویس نه میندواره وه.
په ۱۹۴۵ او ۱۹۴۶ کلونو کې نورنمبرګ محکمو کې د هېتلر د وکیل هانز فرانک د ګواهیو پربنسټ، ده پخپله په ۱۹۳۰ کال له هېتلره د هغه د یهودي جرړې په اړه خبرې اورېدلې.
د هېتلر د مور ډاکټر
په یوه بل روایت کې له یهودانو د هېتلر د کرکې د لامل په اړه راغلي چې ډاکټر ادوارد بلوخ د هېتلر د مور کلارا هېتلر پالنه کوله، هغه په ۱۹۰۷ کال د تیو په سرطان په ۴۷ کلنۍ کې اخته شوې وه.
هغه وخت د هغې د ناروغۍ لپاره علاج نه و، خو ډاکټر بلوخ د هغې د زوی په ټینګار څه باندې یوه میاشت په iodoform پیچکارۍ د هغې درملنه کوله، دا درمل یې د ډېرو زیاتو دردونو لامل شوه، خو ویې نه شوی ژغورلی.
خو بل روایت بیا غیرمنطقي ګڼل شوی؛ ځکه چې هېتلر ډاکتر بلوخ ته له دې کبله د خپلې مور تر مړینې وروسته د مننې یو لیک واستاوه چې د هغې درملنه او پالنه یې کړې ده، همدارنګه هغه یې له یهود ضد اجرآتو مستثنا کړ ان تر دې چې امریکا ته کډه شوه او په ۱۹۴۵ کال ومړ.
مفتي
د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو څو کاله مخکې ویلي وو چې هېتلر د قدس له مفتي امین الحسیني څخه د یهودو د پوپنا کولو فکر اخیستی و.
نتنیاهو ویلي، هېتلر له جرمني نه د یهودانو پر شړلو کفایت کاوه، خو الحسیني شکایت وکړ چې دوی به فلسطین ته راشي، خو کله چې هېتلر ترې وپوښتل د هغه ځواب دا و چې عربان یې "وسوځوي".
هېتلر پخپل "زما مبارزه" کتاب کې ویلي په ۱۹۰۸ کال ویانا ته تر لېږدېدا پورې یې د یهودو په اړه کوم ځانګړی احساس یا دښمني نه لرله، خو په لومړۍ نړیواله جګړه کې د جرمني تر ماتې وروسته یې دا خپل مسؤولیت وباله.