مودي: هندیان دې د تابعیت نوي قانون په اړه اندېښنه نه کوي

مودي

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، نرېندرا مودي وایي، د تابعیت نوی قانون د هغو بهرنیانو لپاره جوړ شوی چې له کلونو راهیسې پرې ظلم کېږي

د هند په بېلا بېلو ښارونو کې د تابعیت د ناندیز قانون پرسر د مظاهره چیانو او پولیسو ترمنځ اخ و ډب روان دی. لومړي وزیر نرېندرا مودي په احتجاج کوونکو غږ کړی چې ارام و اوسي او په تاوتریخوالي لاس پورې نه کړي. نوموړي ویلي، دا قانون یوازې د هغو خلکو په ګټه جوړ شوی چې له کلونو راهیسې پرې ظلم کېږي، او له هند پرته بل ځای ته نشي تللی.

ښاغلي مودي ویلي، په اوسنیو شرایطو کې هندیان باید یووالی او ورورولي ښکاره کړي، او هندیان باید د دې نوي قانون په اړه هېڅ اندېښنه ونکړي.

د دوشنبې پر ورځ هم ګڼ شمېر خلک په پلازمېنه ډیلي، ممبي، حیدرآباد او کلکته کې د تابعیت د دې ناندریز قانون پرضد مظاهرو ته راوتلي وو.

پولیسو پرون وروسته له هغه پر مظاهره چیانو اوښلن ګاز استعمال کړ چې د پولیسو په وینا مظاهره چیانو بسونو ته اور واچوه او لارې یې بندې کړې.

د تابعیت د نوي قانون له مخې له دریو هېوادونو نه هغو غیر مسلمان کډوالو ته د هند تابعیت ورکول کېږي چې په خپل هېواد کې د مذهب له امله ځورول کېږي.

A bus burns in Delhi, 15 December

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، لومړي وزیر له احتجاج کوونکو غوښتي چې ارام و اوسي

دې قانون د هند خلک سره ویشلي دي، په داسې حال کې چې یو شمېر خلک دا قانون د مسلمانانو ضد بولي د سرحدي سیمو اوسیدونکي اندېښنه لري چې له دې قانون سره به ګڼ شمېر غیرمسلمان کسان د تابعیت اخیستلو لپاره هند ته مخه وکړي.

تېره شپه ډيلي کې د جامعیه ملیه اسلامیه پوهنتون د محلصینو او پولیسو ترمنځ د تابعیت د قانون په اعتراض مظاهره کې اخ ډب شوی.

محصلین پولیس تورنوي چې په زوره پوهنتون ته ورننوتل او د محصلینو په وهلو یې لاس پورې کړ. خو پولیس وايي دوی وروسته له هغه اقدام وکړ چې مظاهره چیانو پر دوی د تېږو ګوزارونه وکړل او د دوی موټر یې وسوځل.

خو د ناندریز قانون مخالف فعالان وايي چې پولیسو د محصلینو پرضد له ډېر زور نه کار واخیست. د پوهنتون یوه چارواکي هم ویلي چې پولیس پوهنتون ته له اجازې پرته وردننه شول او د پوهنتون د مامورینو او محصلینو په وهلو یې لاس پورې کړ.

هند

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، هند کې د دې ناندریز قانون پر ضد له څو ورځو راهیسې احتجاجونه روان دي

په هند کې د تابعیت د ناندریز قانون پرضد مظاهره کې تېره پنجنشبه په اسام ایالت کې شپږ کسان په شخړو کې ووژل شول. له هغه وروسته پولیسو هڅه وکړه چې حالات قابو کړي او په دې ترڅ کې یې انټرنیټي خدمات هم بند کړل.

خو له دې سره سره د پوهنتون محصلینو په بېلا بېلو ښارونو کې په مظاهرو لاس پورې کړ. په دې مظاهرو کې یو شمېر سیمه ییز سیاستوال هم له احتجاج کوونکو سره یوځای شوي دي.

بل لور ته امریکا، برتانیا او کاناډا خپلو ابتاعو ته خبرداری ورکړی چې دهند شمال ختیځ ته دې په احتیاط سره سفرونه وکړي.