هند پارلمان د تابعیت اړوند ناندریز قانون تایید کړ

د عکس سرچینه، EPA
هند پارلمان د تابعیت اړوند هغه ناندریزه قانوني مسوده یا لایحه تایید کړې چې له دریو ګاونډیو هېوادونو هند ته ورغلیو غیر قانوني کډوالو ته د تابعیت حق ورکوي.
په اساسي قانون کې د بدلون مسوده چې د (سي اي بي) په مخفف نامه یادېږي، د هند ولسي جرګې له مخکې تایید کړې او اوس د دغه هېواد مشرانو جرګې هم د ۱۰۵ مخالفو رایو په مقابل کې د تایید له ۱۲۵ رایو سره ومنله.
پارلمان داسې حالت کې دغه طرح منلې چې پر ضد یې د هند په یو شمېر شمال ختیځو ایالتونو کې سخت احتجاجونه شوي دي.
اعتراضیان دغې طرحې ته د تبعیض په نظر ګوري، خو واکمن هندو توکمپال ګوند بهارتیه جنتا پارټي (بي جي پي) وايي، دې سره به هغو خلکو ته په هند کې پناه ځای ورکړل شي، چې د دوی په وینا له مذهبي تبعیضه تښتېدلي دي.
له دې وروسته به دغه طرح په قانون بدلېږي.
هغه چې د دغې طرحې پر ضد احتجاج کوي وايي، دا د بي جي پي ګوند د هغې اجنډا برخه ده چې غواړي مسلمانان څنډې ته کړي او د هند سیکولر تصویر مسخ کړي.
له ۷۰۰ ډېرو مشهورو هندیانو چې ژورنالیستان، وکیلان، پروفیسران پکې شامل دي، هغه اعلامیه لاسلیک کړې چې دغه طرح پکې 'په څرګند ډول ' غندل شوې ده.
ځینې بیا په دې تړاو پوښتنې راپورته کوي چې ولې په طرح کې یوازې له پاکستان، بنګله دېش او افغانستانه هند ته د تللیو غیر مسلمانو کډوالو یادونه شوي، په داسې حال کې چې د دوی په خبره په نورو ګاونډیو هېوادونو کې هم له لږکیو سره تبعیضي چلند شوی دی.

د عکس سرچینه، AFP
د هند په شمال ختیځ کې بیا له ځینو سره داسې اندېښنه ده چې له ګاونډي بنګله دېشه به د غیر قانوني کډوالو 'یو سیلاب ' د دوی ځای ونیسي او له همدې کبله هلته سخت احتجاجونه شوي دي.
تریپورې ایالت ته د نظم ټینګولو لپاره پوځیان لېږل شوي او د اسام ایالت اعلی وزیر په تړاو ویل کېږي چې تر څو ساعتونو پورې د احتجاجونو له کبله په هوايي ډګر کې ایسار پاتې و.
په اسام ایالت کې ځکه هم د دغو احتجاجونو بڼه ډېره له تاوتریخوالي ډکه ښکاري چې تېر اګست کې د دغه ایالت له نژدې دوه میلیونو کسانو هندی تابعیت واخیستل شو.
په دغه ایالت کې له ډېرې مودې راهیسې د غیر قانوني کډوالو په تړاو اندېښنې شته.








