ترکیه: د فرانسې ولسمشر د ترهګرو ملاتړ کوي

Emmanuel Macron, left, and Mevlut Cavusoglu

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاواسوګلو (ښی لاس) وایي، د فرانسې ولسمشر اېمانوېل مکغون د ترهګرو ملاتړ کوي

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر په سوریه کې د ترکیې د پوځي عملیاتو په اړه د فرانسې د ولسمشر غندنه رد کړې ده او اېمانوېل مکغون یې د ترهګرو په ملاتړ تورن کړی. مولود چاواسوګلو پنجشنبه خبریالانو ته وویل، ښاغلی مکغون غواړي چې د اروپا مشر شي، خو پښې یې لړزېږي.

تېره میاشت د سوریې دیموکراتیک ځواک ویانده جهان احمد فرانسې ته په رسمي سفر ولاړه، او همدې چارې ترکیه په قهر کړې وه. جهان احمد د اکتوبر میاشتې پر اتمه نېټه د فرانسې له ولسمشر اېمانوېل مکغون سره هم ولیدل.

ترکیه د "وای پي جي" په نامه د سوریې دیموکراتیک ځواک یوه څانګه ترهګره بولي او د جهان احمد او ولسمشر مکغون د لیدنې پر سبا یې د سوریې په شمال کې د کردي وسله والو پر ضد پوځي عملیات پیل کړل.

وروستۍ تا ویلې ما ویلې په داسې حال کې دي چې راتلونکې میاشت به د ناټو دا دواړه غړي هېوادونه په برتانیا کې د ناټو په سرمشریزه کې هم ګډون کوي.

ترکیه

د عکس سرچینه، Getty Images/TURKISH DEFENSE MINISTRY

د عکس تشریح، ترکیې تېره اکتوبر میاشت کې د سوریې په شمال کې پوځي عملیات پیل کړل

د فرانسې ولسمشر اېمانوېل مکغون د سوریې په شمال کې د ترکیې پوځي عملیات غندلي او نیوکه یې کړې ده چې ناټو سازمان دې عملیاتو ته مناسب غبرګون ونه ښود.

ښاغلي مکغون ویلي وو چې ناټو له ذهني پلوه فلج ده او غړي هېوادونو پر اساسو مسایلو همکاري نه کوي.

خو د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاواسوګلو د پنجشنبې پر ورځ انقره کې خبریالان ته وویل، فرانسه پخپله د ترهګرو ملاتړ کوي او مشران یې ایلیزې ماڼۍ ته ور غواړي.

نوموړي وویل، دا مهال په اروپا کې د مشرتابه تشه ده او ښاغلی مکغون غواړي چې مشر شي، خو مشري یوه طبیعي ځانګړتیا ده چې په ده کې نشته.