ترکیه وايي، د ابو بکر البغدادي یوه مېرمن یې نیولې

د عکس سرچینه، AFP
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردګان وايي، ترک چارواکو د اسلامي دولت نومې ډلې یا داعش د وژل شوي مشر ابوبکر البغدادي یوه مېرمن نیولې ده.
پلازمېنه انقره کې د خبرو په پرمهال ولسمشر اردګان وویل، د البغدادي د مېرمن د نیول کېدو په اړه لومړی ځل جزییات په ډاګه کوي.
ولسمشر اردګان وویل، د البغدادي اوښي یې هم نیولی دی.
د ترکیې ولسمشر د امریکا له خوا د البغدادي د وژل کېدو په اړه جزییاتو ته په اشارې سره وویل، ''امریکایانو د هغه له وژل کېدو سره یو کمپاین پیل کړ خو زه د هغوی برعکس په لومړي ځل دا خبره کوم چې موږ د البغدادي ښځه، خور او اوښی نیولي دي.

د عکس سرچینه، Reuters
البغدادي تېره میاشت د سوریې په شمال کې پر خپل مېشت ځای د امریکايي ځانګړو ځواکونو له عملیاتو وروسته په یوه تونل کې ځان وژلی و.
ترکیې له دې مخکې ویلي 'سې شنبه ' ویلي و، د هېواد په شمال ختیځ اعزاز ښار کې یې د داعش ډلې د بنسټګر او مخکېني مشر ابو بکر البغدادي خور نیولې ده او اوس له هغې او نږو یې څېړنې روانې دي.
د ترک چارواکو په خبره ۶۵ کلنه رسمیه عواد د سوریې پولې ته نژدې په عملیاتو کې نیول شوې ده.

د عکس سرچینه، EPA
له نوموړې سره د نیول کېدو پرمهال د هغې پنځه ماشومان هم وو.
"اسلامي دولت" ډلې په یوه غږیز پیغام کې - چې پر انټرنېټ خپور شوی، د البغدادي وژل کېدل تایید کړل، خو له امریکا یې د غچ اخیستو ګواښ هم وکړ.
د البغدادي تر وژل کېدو وروسته ابو ابراهیم الهاشمي القرشي د دغې ډلې مشر وټاکل شو.
یوه امریکايي چارواکي تېره اونۍ وویل، واشنګتن د دغه نوي مشر په اړه څېړنه کوي.








