پاکستان: محکمې د ممنوع الخروج کسانو له لیسته د نواز شریف نوم ایستلو امر کړی

د عکس سرچینه، Getty Images
د پاکستان لاهور عالي محکمې د دغه هېواد پخواني لومړي وزیر میا محمد نواز شریف ته د درملنې لپاره له هېواده د وتلو اجازه ورکړې. له دې مخکې پاکستان حکومت نوموړي ته په مشروط ډول اجازه ورکړې وه، خو د ښاغلي شریف مدافع وکیلانو محکمې ته د حکومتي پرېکړې خلاف عریضه کړې وه.
اوس محکمې د حکومتي وکیلانو اعترض رد کړی او امر یې کړی چې د ښاغلي شریف نوم هم باید ممنوع الخروج کسانو له لیسته وایستل شي او که د څلورو اونیو موده کې د نوموړي روغتیا نه ښه کېږي، د بهر پاتې کېدو موده نوره هم غځول کېدای شي.
د نواز شریف ورور شهباز شریف د محکمې دغې پرېکړې په تړاو وايي:
''د ملت د مېندو، خویندو، ګوندي ملګرو او زما د مور دعا قبوله شوه، د نواز شریف درملنې پر وړاندې شته خنډونه لېرې شوي دي او نواز شریف به له درملنې وروسته بېرته هېواد ته ستون شي. ''
بل لور ته د لومړي وزیر عمران خان حکومت د اطلاعاتو ځانګړې سلاکارې فردوس عاشق اعوان ویلي، له تفصیلي غور وروسته به حکومت د محکمې د پرېکړې په هکله تصمیم ونیسي.
درې ورځې مخکې (نومبر ۱۳) د پاکستان حکومت نواز شریف ته د څلورو اونیو لپاره له هېواده د وتلو اجازه ورکړې وه.
د پاکستان فدارلي وزیر فروغ نسیم پلازمېنه اسلام اباد کې یوې خبرې غونډې ته هغه مهال وویل، نواز شریف او یا یې ورور شهباز شریف باید د ضمانت په توګه د اووه ملیاردو روپیو ضمانتي بانډونه ورکړي.
بل لور ته د پاکستاني لومړي وزیر عمران خان ځانګړی سلاکار شهزاد اکبر وايي، د ښاغلي شریف نوم بهر ته د سفر بندیز له نوملړه یا (اې سي اېل) تر اوسه نه دی ایستل شوی.
ځکه په وینا یې د داسې مجرم کس نوم له دې لېسته نه ایستل کېږي چې محکمې سزا ورکړې وي، خو دا یو ځل له هېواده د وتلو مشروطه اجازه ده. نوموړي زیاته کړه، دا ډېره مهمه ده چې نواز شریف بېرته هېواد ته ستون شي.
پخوانی لومړی وزیر د پاکستان له محکمې په ضمانت له خوشي کېدو وروسته لاهور کې په خپل کور کې تداوي کېږي او د هغه درملنه کوونکو ډاکټرانو له هېواده بهر د درملنې مشوره ورکړې وه.

د عکس سرچینه، CHRISTOPHER FURLONG
له دې مخکې تېر ماښام د پاکستاني لومړي وزیر اطلاعاتو سلاکارې فردوس عاشق اعوان وویل، فدرالي ادارې ښاغلي شریف ته په مشروط ډول د بهرني سفر اجازه ورکړې.
نوموړې وویل، له اې سي اېل نوملړه د ښاغلي شریف د نوم لرې کولو لپاره فدرالي کابینې ویلي چې نوموړی باید د (بېرته ستنېدو) موده وښيي او ضمانتي بانډونه جمع کړي.
خو د ښاغلي شریف مدافع وکیلان وايي، د اسلام اباد او لاهور عالي محکمو د نوموړي د ضمانت منلو پرېکړه کړې او هلته ضمانتي بانډونه هم تحویل شوي، چې له کبله یې د نور ضمانت لپاره اړتیا نه شته.
نوازشریف پروسږ کال له اعلان شوې پانګې د زیاتو پیسو درلودلو په تور په اووه کلن بند محکوم شو. خو خپله نواز شریف پر ځان لګېدلي تورونه ناسم بولي او استناف غوښتنه یې کړې.
ویل کېږي ۶۹ کلن نواز شریف د زړه او پښتورګو ستونزې لري. د ۲۰۱۸ د جولای پر ۱۳ له برتانیا په ستنېدلو سره نواز شریف، لور او زوم یې د راولپنډۍ ایډیاله جېل کې بندیان شول.









