نواز شریف په څه ناروغۍ اخته دی؟

د عکس سرچینه، Reuters
د پاکستان پخوانی لومړی وزیر محمد نوازشریف له تېرې یوې میاشتې راهیسې په کوټ لکپت نومي زندان کې دی او کورنۍ یې د مخ پر خرابېدو روغتیا له کبله غواړي چې روغتون ته ولېږدول شي.
د اسلام اباد عالي محکمې د نوموړي طبي معلومات غوښتي، خو پوښتنه دا ده چې نوازشریف په څه ډول ناروغۍ اخته دی؟
له دې مخکې د ډاکټرانو یوې ډلې له معایناتو وروسته وړاندیز کړی و، چې ښاغلی شریف باید روغتون ته ولېږدول شي.
نوازشریف د شکرې ناروغۍ تر څنګ د زړه ناروغي هم لري او د روغتیاپالانو په خبره پښتورګي یې هم خراب دي.
د نوازشریف شخصي معالج وايي، نوموړي مخکې د زړه عملیات کړي، چې یوه برخه یې بریالۍ نه وه او د پښتورګو ناورغي یې تازه تشخیص شوې.
بل لور ته د پنجاب زندان ادارې له لوري د لاهور دریو کارډیالوجي یا زړه ناورغیو دریو ماهرو ډاکټرانو یوه بورډ د شاغلي شریف له طبي معایناتو وروسته ویلي، د ښاغلي شریف ناورغۍ څرنګوالي ته په کتو سره باید نوموړي ته هغه درمل ورکړل شي، چې اوس یې استعمالوي.

د عکس سرچینه، AFP
له دې مخکې د پنجاب اعلی وزیر ویاند شهباز ګل د ښاغلي شریف د لور مریم نواز هغه ټویټر پیغام دروغ بللی و، چې وايي، نوازشریف کورنۍ کسانو ته اجازه نه ورکول کېږي، چې له هغه سره وویني.
یوه لور ته د ښاغلي شریف کورنۍ وايي، نوموړي ته لاسرسی نه شته او طبي معلومات یې هم نه ورکول کېږي، خو بل لور ته پنجاب ایالتي حکومت ادعا کوي، چې ټولې طبې اسانتیاوې ورکول کېږي او کورنۍ یې هم ورسره لیدلای شي.
بل لور ته د نوموړي شخصي ډاکټر عدنان خان بي بي سي ته وویل، نوازشریف په ورته مهال له څو ډوله طبي ستونزو سره مخامخ دی او سملاسي درملنې ته سخته اړتیا لري.








