نوازشریف احتساب محکمې ته حاضر شوی

نواز شریف
د عکس تشریح، د پاکستان سترې محکمې ښاغلی شریف د روان عیسوي کال د جولای په ۲۸مه نېټه له دندې ګوښه کړ، چې اوس يې پر ځای شاهد خاقان عباسي د پاکستان لومړی وزیر دی.
    • Author, خدای نور ناصر
    • دنده, بي بي سي، اسلام اباد

د پاکستان پخوانی لومړی وزیر نوازشریف نن سه شنبه ددغه هیواد یوه احتساب محکمې ته حاضر شوی، چې لومړی ځل يې ښاغلی شریف د سپټمبر پر ۱۹مه وربللی و، خو هغه ورته حاضر شوی نه و.

پخواني لومړي وزیر دغې محکمې ته ویلي، ځکه پر ۱۹مه نېټه ورته حاضر نه شو، چې د خپلې مېرمنې د درملنې په موخه لندن کې و.

د اسلام اباد د احتساب محکمې ته پخوانی لومړی وزیر نوازشریف سهار مهال حاضر شو، چې د هغه په موجودګۍ کې یواځې دوه دقیقې اورېدنه وشوه او هغه ته يې د بېرته تلو اجازه ورکړه. یادې محکمې پر پخواني لومړي وزیر نوازشریف د تور لګاوي لپاره د اکتوبر ۲مه نېټه ټاکلې، چې په یاده نېټه به بیا هم ښاغلی شریف همدې محکمې ته حاضرېږي.

د پاکستان سترې محکمې ددغه هیواد د احتساب ادارې (نېب) ته امر کړی و، چې د احتساب یادې محکمې ته دي د پخواني لومړي وزیر ضد د درغلۍ درې ماخذونه واستوي، چې یو هم په بهر کې د پټو شتمنیو، دویم د العزیزیه پولادو مل او د رېیم په لندن کې د کور په تړاو و، چې د سترې محکمې په خبره پکې درغلي ښکاري.

نواز شریف

یادې محکمې له دې سره د نوازشریف د دوو زامنو حسن نواز، حسین نواز، د هغې د لور مریم نواز او زوم صفدر د نیولو امر هم کړی، خو ددغه نیولو ضمانت يې تر نیولو وړاندې هم کېدلی شي.

د پاکستان سترې محکمې ښاغلی شریف د روان عیسوي کال د جولای په ۲۸مه نېټه له دندې ګوښه کړ، چې اوس يې پر ځای شاهد خاقان عباسي د پاکستان لومړی وزیر دی.

که څه هم د ښاغلي عباسي تعلق هم د نوازشریف له ګوند سره دی، خو دغه واکمن ګوند پسې شا د پاکستان پر پوځ او استخباراتو تور پورې کوي، چې د پخواني لومړي وزیر د لري کېدو تر شا د هغوی لاس دی.