د نواز شریف لور مریم نواز د مالي فساد په تور ونیول شوه

مریم

د عکس سرچینه، Maryam Nawaz Facebook

د عکس تشریح، مریم نواز د لاهور یوه زندان ته د پلار لیدو ته تللې وه، خو هلته حکومت کسانو ونیوله

پاکستان کې د احتساب ملي ادارې یا "نب" د دغه هېواد پخواني لومړي وزیر محمد نواز شریف لور او مسلم لیګ نواز ګوند مرستیاله مشره مریم نواز نیولې ده.

مریم نواز د خپل بندي پلار لیدو لپاره د لاهور کوټ لکپت زندان ته تللې وه، خو هلته د نب ادارې چارواکو ونیوه او خپلې ادارې ته یې ولېږدوله.

نب چارواکو له دې مخکې د نواز شریف وراره یوسف عباس هم په لاهور هوايي ډګر کې مدینې منورې ته له روانې الوتکې کوز کړ او له ځان سره یې ولېږداوه.

د چارواکو په وینا مریم نواز او یوسف عباس د (چوهدري شوګر ملز) قضیه کې نیول شوي او د جمعې پر ورځ به محکمې ته وړاندې شي.

د نب ادارې یوه ویاند بلال خان بي بي سي اردو څانګې ته وویل، مریم نواز د دغې قضیې پوښتنو ګروېږنو کې د همکارۍ نه کولو له کبله نیول شوې ده.

نب ادارې له دې مخکې د جولای پر ۳۱ مه نېټه تر ۴۵ دقیقو پورې له مریم نواز نه پوښتنې کړې وې.

چارواکو له نوموړې غوښتي وو چې نن هم د دغې ادارې مسوولینو پوښتنو ته ځوابونه ووايي، خو ادارې ته له ورتلو مخکې نوموړې نیول شوې ده.

پاکستان

د عکس سرچینه، NAB

د عکس تشریح، د نواز شریف د کورنیو بر څو غړو د مالي فساد او پیسو سپینولو تورونه دي

مریم نواز له تېرو څو اونیو راهیسې د پنجاب بېلا بېلو سیمو کې غونډې درلودې او پر حکومت یې نیوکې کولې.

د نوموړې په ګډون د پخواني لومړي وزیر محمد نواز شریف د کورنۍ پر یو شمېر کسانو د بورې تولید کارخانې (چودري شوګر ملز) قضیه کې د تورو پېسو سپینولو تورونه دي او ترې پوښتې ګروېږنې کېږي.

دغو تورونو کې ویل شوي چې د شریف کورنۍ کسانو د بهرنیانو په نامه له ۲۰۰۱ کاله تر ۲۱۰۷ پورې دغه کارخانه کې میلیاردونه روپۍ لګولې او ونډې یې اخیستې دي.

د احتساب ادارې په دوسیه کې ویل شوي، د بهرنیانو په نامه څو ځله مریم نواز، حسین نواز او نواز شریف ته د پېسو له ورکړې پرته ونډې بېرته ورکړل شوې.

د چارواکو په اند په کارخانه کې ځکه د پانګونې لپاره د بهرنیانو نومونه استعمال شوي چې د شریف کورنۍ کسانو لخوا کارول شوې پېسې (سپینې) نه وې.