د نواز شریف ضمانت منل شوی دی

د عکس سرچینه، Reuters
د پاکستان پخواني لومړي وزیر میا محمد نوازشریف ضمانت د شپږو اونیو لپاره منل شوی دی. د نوموړي ضمانت منل کېدو دلیل د ښاغلي شریف درملنه یاده شوې.
نوازشریف پروسږ کال له اعلان شوې پانګې د زیاتو پیسو لګولو په تور په اووه کلن زندان سزا محکوم شو. خو خپله نواز شریف پر ځان لګېدلي تورونه ناسم بولي او استناف غوښتنه یې کړې.
ویل کېږي ۶۹ کلن نواز شریف د زړه او پښتورګو روغتیايي ستونزې لري.
د پاکستان سترې محکمې ویلي، نواز شریف له هېواده د وتلو اجازه نه لري او د ضمانت له پای ته رسېدو سره سم به زندان ته حاضریږي.
د ښاغلي شریف مدافع وکیل په وینا نوموړی عاجلې درملنې ته اړتیا لري چې زندان کې داسې اسانتیا نه شته.
د پاکستان سترې محکمې مشر قاضي اصف سعید کهوسه وايي، که د ضمانت مودې له پای ته رسېدو وروسته نواز شریف ځان زندان چارواکو ته و نه سپاري و به نیول شي.
تېره میاشت محکمې د نوموړي د ضمانت درخواست رد کړی و او په وینا یې 'داسې هیڅ نښې نښانې نه شته، چې زندان کې د ښاغلي شریف پاتې کېدل د هغه ژوند له خطر سره مخامخ کولای شي. '
نواز شریف څوک دی؟
محمد نواز شریف له ۱۹۹۰ تر ۱۹۹۳ پورې د پاکستان لومړی وزیر و او بیا له ۱۹۹۷ تر ۱۹۹۹ پورې پر همدې دنده پاتې شو چې په یوه سپینه کودتا کې له واکه لرې کړل شو.
نوموړی درېیم ځل ۲۰۱۳ کال کې د لومړي وزیر په توګه وټاکل شو، خو د فساد تورونه پرې ولګېدل او پاکستان سترې محکمې د ۲۰۱۷ کال په جولای کې له دندې ګوښه کړ.
پر نوموړي له اعلان شوې شتمنۍ د ډېرو جایدادونو درلودلو تورونه ولګېدل.
دې کې لندن کې د ګران بیه جایداد درلودلو قضیه هم شامله ده. نوموړی د ۲۰۱۸ کال په جولای کې محکوم شوی و، خو وروسته سپتمبر کې یې ضمانت ومنل شو او د نوموړي استناف غوښتنې په تړاو پرېکړې تر مهاله یې لس کلنه زندان سزا لغو شوه.

د عکس سرچینه، Reuters
له هغه وروسته دسمبر میاشت کې نوموړی دویمه قضیه کې د اوو کلونو لپاره زنداني او ۲۵ میلیونه ډالره جریمه کړل شو.
اسلام اباد کې د فساد ضد محکمې وویل، نوموړی نه دی توانېدلی ثابته کړې چې سعودي عربستان کې د العزیزیه په نوم اوسپنۍ شرکت اخیستلو لپاره پیسې له کومه راوړې.
ښاغلي شریف دواړو قضیو کې استناف غوښتنه کړې او پر پاکستاني پوځ او قضاییه یې تور پورې کړی چې د ده د سیاسي حیثیت او د پاکستان مسلم لیګ (ن) ګوند چې مخکې یې ده مشري کوله بې ثباته کولو لپاره یې توطیه جوړه کړې ده.








