محکمې د نواز شریف د لس کلونو بند سزا وځنډوله

د عکس سرچینه، Reuters
د اسلام اباد لوړې محکمې د پاکستان د پخواني لومړي وزیر نواز شریف، د هغه د لور مریم نواز او زوم کپټن صفدر سزا وځنډوله.
نواز شریف د هغه لور مریم نواز او زوم یې کپټن صفدر د احتساب محکمه کې د جولای پر ۶ د بند سزا واورول شوه.
دې محکمې نواز شریف ته لس کاله، مریم نواز ته اوه کاله او کپټن صفدر ته یو کال با مشقته سزا اورولې وه.
د جولای پر ۱۳ له برتانیا په ستنېدلو سره نواز شریف، لور او زوم یې د راولپنډۍ ایډیاله جېل کې بندیان شول.
خو د شریف کورنۍ وکیلانو د اسلام اباد لوړه محکمه کې د نواز شریف او د هغه د کورنۍ د نورو غړو خلاف د احتساب محکمې اړوند پرېکړې پرضد او د دوی د سزا ځنډولو لپاره د استیناف غوښتنه وکړه.
د سپټمبر پر ۱۵ د احتساب محکمې د نواز شریف، د هغه د لور او زوم د سزا ځنډولو له امله د لوړې محکمې پرضد په ستره محکمه کې درخواست وکړ، خو ونه منل شو.
لاهور ته د نواز تګ

د نواز شریف ورور شهباز شریف د لوړې محکمې له پرېکړې وروسته ټوېټ کې قراني ایت لیکلي چې مانا یې ده، کله چې حق راشي باطل ځي.
د مسلم لیګ نو یو مشر محمد زبیر له ځايي رسنیو سره خبرو کې وايي، چې نواز شریف له خوشي کېدلو وروسته لاهور ته ځي.
د هغه په خبره، نواز شریف په الوتکه کې لاهور ته ځي، ځکه اوس حالات ډېر بدل دي:
"کله چې د سړک له لارې د تللو وخت و، نو د سړک له لارې تلو، خو اوس وخت بدل دی".
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای
د بي بي سي خبریال شهزاد ملک وايي، د اسلام اباد لوړې محکمې په خپله لنډه پرېکړه کې ویلي، چې د دې دریو کسانو د بري کېدلو پرېکړه نه وي شوې، تر هغه د دوی دا سزا هم ځنډول شوې ده.
خبریاله مهرین زهرا ملک هم خپل ټوېټر کې پوښتنه کړې چې د لوړې محکمې د پرېکړې مطلب څه دی:
"نواز شریف ته ور کړل شوې سزا د دې لپاره وه چې د ۲۵ جولای له ټاکنو یې لرې وساتي یا یې مطلب له خپلواک سیاست لرې کول و".
د تېر سپټمبر پر ۱۱ نواز شریف د خپلې مېرمنې د جنازې مراسمو لپاره درې ورځې خوشی شوی و.
د هغه مېرمن کلثوم نواز د سپټمبر ۱۱ برتانیا کې د سرطان له امله مړه شوه او تېره جمعه( سپټمبر ۱۴) لاهور کې خاورو ته وسپارل شوه.
د واکمن ګوند دریځ

د نواز شریف د واکمنۍ پر مهال د عمران خان په مشرۍ تحریک انصاف د نوموړي پرضد د فساد تورونه ولګول.
اوس دغه ګوند واکمن دی او یوه سناتور یې فیصل جاوېد اسلام اباد لوړې محکمې پرېکړې ته غبرګون ښودلی او د هغې پرېکړه یې لنډمهالې بللې ده.
دی زیاتوي چې د شریف کورنۍ وروستی منزل اډیاله جېل دی.
فیصل جاوېد په خبره، لا هم د اپیل یا استیناف وخت شته او پکې به څو اونۍ وخت لګېږي:
له امله به یې نواز شریف، د هغه لور او زوم واپس جېل ته لاړ شي.
د احتساب محکمې هم د نواز شریف، مریم نواز او کپټن د سزا ځنډولو په غبرګون کې ویلي، چې د لوړې محکمې د دې پرېکړې پرضد به د سترې محکمې لمن ونیسي.
نواز شریف ولې بندي شو؟

د روانې جولای میاشتې په لومړیو کې پلازمېنه اسلام اباد کې د احتساب محکمې په نوم فساد ضد یوې محکمې د اېون فیلډ قضیه کې نواز شریف د لس کاله، د نوموړي لور مریم نواز په ۷ کاله او زوم یې صفدر په یو کال بند محکوم کړل.
محکمې پخوانی لومړی وزیر ۸ ميلیونه پاونډه جریمه کړ او لور یې هم دوه ملیونه پاونډه جریمه کړه.
په دې قضيه کې پر ښاغلي شریف تور لګول شوی و چې فساد یې کړی او په ناقانونه توګه یې په لندن ښار کې ملکیتونه رانیولي دي.
خو نواز شریف، لور او زوم یې د دغه جایداد له ملکیته انکار کوي. شریف کورنۍ وايي، چې د جایداد ملکیت د نواز شریف د زامنو دی.
د پاکستان سترې محکمې نژدې یو کال مخکې همدې جولای میاشت کې نواز شریف او د هغه د کورنۍ د پاناما لیکس د تورونو د پلټنې قضیه کې بې واکه اعلان کړ.
خو نواز شریف تل دا تورونه رد کړي دي.
دا قضیه له هغه وروسته راپورته شوه چې د ښاغلي شریف د کورنۍ نومونه ۲۰۱۶ کال کې له پانامه په ډاګیزه شويو اسنادو کې راغللل او پرې تور پورې شوی و، چې په بهر کې يې ځينې شتمنۍ پټې ساتلې دي.
مخکښ سیاستوال

د عکس سرچینه، Tariqullah
نواز شریف درې ځله د پاکستان لومړي وزیر په توګه دنده تر سره کړې.
په ۱۹۹۹ کال د پاکستان د پوځي مشر جنرال پرویز مشرف په مشرۍ له پوځي کودتا وروسته نواز شریف له واکه لرې کړ.
۶۴ کلن نواز شرف بندي شو، بیا له پوځي کودتا وروسته تبعید شو، خو په ۲۰۰۸ کال یې د پوځي مشر پرضد د مخالفت لار خپله کړه او د ۲۰۱۳ کال پارلماني ټاکنوکې بریالی شو.








