پاکستان؛ نیم عمر د څلورو پوځیانو په لاس کې

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, غزا نور
- دنده, بي بي سي
پاکستان د ۲۰۱۷ کال د اګسټ پر ۱۴ اویا کلن شو. دغه هېواد نږدې اویا کاله مخکې د هند په وېش سره را منځ ته شو. که څه هم هند کې له هغه مهال راهیسې ولسواکي ده، خو پاکستان نږدې نیمايي عمر د څلورو پوځیانو په ولکه کې و.
ایوب خان
ایوب خان له ۱۹۰۷ مۍ ۱۴- ۱۹۷۴ اپرېل ۱۹ پورې ژوند درلود.
پاکستانی سیاستوال او پنځه ستوریز جنرال و. د دویمې نړیوالې جګړې پرمهال یې برتانوي هندي پوځ کې د ډګروال په توګه دنده درلوده.
د پاکستان له جوړېدلو سره د دغه هېواد پوځ ته ور ګډ او بیا یې لومړنی لوی درستیز شو.
نوموړی د پاکستان یواځنی فیلډ مارشال او لومړنی مارشلا یا پوځي قانون پلی کوونکی بلل کېږي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د ولسمشر سیکندر میرزا په سپارښت یې کودتا وکړه، د فیروز خان حکومت یې ۱۹۵۸ کې وپرځاوه خو دوه اونۍ وروسته یې سیکندر میرزا هم بې واکه کړ او ایوب خان دویم ولسمشر شو.
کله چې ۱۹۴۷ کال پاکستان جوړ شو، محمد علي جناح د وګړو او ابادۍ له مخې کراچۍ ښار پلازمېنه وټاکه، خو پوځي ولسمشر ایوب خان پر ۱۹۶۰ کال پلازمېنه اسلام اباد ته راوړه.
پر ۱۹۶۵ کال ایوب خان د منلې او وتلې فاطمه جناح (محمد علي جناح لور) په مقابل کې د پاکستان مسلم لیګ د نومولي په توګه ولسمشرۍ سیالۍ ته ووت او جنجالي ټاکنو کې بیا وټاکل شو.
خو د رایو پر درغلیو او کراچۍ کې د سیاستولو پر وژنې پلانولو او له هند سره د "شرموونکې" سولې تړون کولو تورن شو.
د نوموړي پرضد په ۱۹۶۷ کال د ذوالفقار علي بوټو په مشرۍ پراخې مظاهرې وشوې او ۱۹۶۹ کال د مجیب الرحمن زیاتېدونکي پاڅون کمزوری کړ او له یحیی خان یې وغوښتل چې دویمه مارشلا وکړي.
یحیی خان

اغا محمد یحیی خان له ۱۹۱۷ فرورۍ ۴- ۱۹۸۰ اګسټ ۱۰ پورې ژوند.
نوموړی چې پر یحیی خان پېژندل کېده، دویمه نړیواله جګړه کې د برتانوي- هندي پوځ په لیکو کې د لویې برتانیا په ګټه جنګېدلی.
یحیی خان د پاکستان له جوړېدلو وروسته د پوځ مشر وټاکل شو. نوموړي په پټه هندي کشمیر ته نفوذ وکړ چې د ۱۹۶۵ جګړه ترې جوړه شوه او کشمیر ۲ جګړه یادېږي.
یحیی خان د پاکستان دویم پوځي و چې د ۱۹۶۹ کال د مارچ پر ۲۵ یې پر واک منګولې ټینګې کړې او د ۱۹۷۱ کال ډیسمبر پورې واکمن او د پاکستان دریم ولسمشر و.
د نوموړي په واکمنۍ کې اول ځل ټاکنې وشوې، خو پایله یې د بنګلدېشي شیخ مجیب الرحمن په ګټه وه.
ده هغه ته له واک لېږدولو ډډه وکړه او دې چارې په ختیځ پاکستان کې مدني سرغړونې ته لار جوړه کړه.

د عکس سرچینه، Getty Images
په دغه مهال ختیځ پاکستان کې جګړې سختې شوې او د هند په مرسته د ۱۹۷۱ کال د ډيسمبر پر ۱۶ بنګلدېش جوړ او پاکستان ووېشل شو.
نوموړي په دې پېښو پسې واک ذوالفقار علي بوټو ته پرېښود.
بوټو په واکمنېدلو پسې په ۱۹۷۳ کال اساسي قانون کې بدلون راوستلو سره د ولسمشر واک لومړي وزیر ته ولېږداوه.
بوټو چې د پیپلز ګوند بنسټګر و، د ۱۹۷۷ کال ټاکنې وګټلې، خو مقابل لوري یې پراخې مظاهرې پیل کړې او په مقابل کې یې ضیاء الحق کودتا وکړه.
یحیی خان له بې واکه کېدو وروسته تر ۱۹۷۷ کال کور کې نظر بند و او پر ۱۹۸۰ کال په راولپنډۍ کې مړ شو.
ضیاء الحق

د عکس سرچینه، Getty Images
محمد ضیاء الحق له ۱۹۲۴ اګسټ ۱۲ - ۱۹۸۸ اګسټ ۱۷ پورې ژوند کړی دی.
له ۱۹۷۷ کال تر ۱۹۸۸ اګست پورې د پاکستان ولسمشر او پوځي واکمن.
ضیاء الحق دویمه نړیواله جګړه کې برتانوي - هند پوځ کې افسر و، د پاکستان له جوړېدلو وروسته یې د ۱۹۶۵ هند پاکستان جګړه کې برخه واخیسته.
ذوالفقار علي بوټو د څلور ستوریز جنرال رتبه ورکړه او ۱۹۷۶ کې یې د پوځ مشر وټاکه.
ضیاء د ۱۹۷۷ کال جولای پر ۵ کودتا وکړه پوځي قانون یې پلی کړی او بوټو یې د یو سیاستوال د وژلو د دسیسې په تور محاکمه او اعدام کړ.
نوموړي اتوم بم او اسلامي ریښتونی نظام جوړول غوښتل.

د عکس سرچینه، Getty Images
د نوموړي په واکمنۍ کې د افغان - شوروي جګړه وه او ده مجاهدینو ته له عربي و غربۍ نړۍ د ډېرو پوځي او مالي مرستو په ټولو او د مجاهدینو په همغږي کولو کې ډېر مهم رول درلود چې له امله یې پر ۱۹۸۹ کال شوروي له افغانستان ووت.
ضیاء له چین او اروپايي اقتصادي ټولنې، متحده ایالتونو سره اړیکي ښه کړل او اسلامي نړۍ کې یې د پاکستان رول مهم کړ.
د ضیاء الحق په واکمنۍ کې پاکستان د سوېلي اسیا د چټکې ودې پر یو هېواد بدل شو او کورنی ناخالص تولید د دغه هېواد په تاریخ کې لوړې کچې ته ورسېد.
خو دغه هېواد کې توندلاري او مذهبي نه زغم زیات شو چې پاکستان اوس هم ترې رنځېږي.

د عکس سرچینه، Getty Images
جنرال ضیاء الحق پر ۱۹۸۵ کال مارشلا لرې کړه یو ګوندیزې ټاکنې یې وکړې محمد خان جنیجو یې لومړی وزیر وټاکه، خو ډېر واک د ولسمشر په توګه له ده سره و، کله چې جنیجو پر ۱۹۸۸ کال د ضیاء د هیلو خلاف جنیوا تړون لاسلیک کړ، ضیاء یې حکومت ړنګ کړ او د ۱۹۸۸ کال نومبر یې د ټاکنو نېټه کېښوده، خو دغې هیلې ته ونه رسېد.
د ۱۹۸۸ کال د اګسټ پر ۱۷ له یو شمېر لوړپوړو پوځي جنرالانو او دوو امریکايي ډيپلوماټانو سره د پنجاب بهاولپور کې د الوتکې په مرموزه پېښه کې ووژل شو.
ضیاء الحق د پاکستان شپږم ولسمشر و او له ده وروسته غلام اسحاق خان د ۱۹۹۳ کال جولای ۱۸ پورې د پاکستان ولسمشر و.
پروېز مشرف

د عکس سرچینه، Getty Images
پروېز مشرف د ۱۹۴۳ کال د اګسټ پر ۱۱ زېږېدلی، پاکستانی سیاستوال او څلور ستوریز پوځي جنرال و د پاکستان لسم ولسمشر و له ۲۰۰۱ کال تر ۲۰۰۸ ولسمشر و.
ډېلي کې زېږېدلی، په کراچۍ او استانبول کې لوی شوی، لاهور کې زدکړې کړې او پر ۱۹۹۱ کال یې د برتانیا دفاعي څېړنو کالج کې زدکړې وکړې.
په ۱۹۶۱ کې د پاکستان پوځي اکاډیمي ته لاړ پر ۱۹۶۴ پوځ کې وګومارل شو.
ویل کېږي نوموړي افغان کورنۍ جګړه کې کارند رول درلود.
مشرف ۱۹۹۰ کې تورنجنرال شو، بیا د ځانګړو خدمتونو ډلې قومندان شو، وروسته د ۱۹۹۸ کال اکتوبر کې نواز شریف څلور ستویز جنرال وګوماره او دې سره د وسلوالو ځواکونو مشر شو.
پر ۱۹۹۹ کال یې د کارګېل جګړې مشري کوله چې پاکستان او هند یې نژدې یو بل جنګ ته ور ټېل وهلی و.

د عکس سرچینه، Getty Images
وروستیو میاشتو کې نواز شریف هڅه کوله د پوځ له مشري یې لرې کړي، خو مشرف برلاسی شو او کودتا یې وکړه.
مشرف د ۲۰۰۲ کال د مۍ په لومړۍ د یوې ټولپوښتنې له مخې د جون پر ۲۰ ځان ولسمشر هم کړ، خو تر ۲۰۰۷ کال پورې چې تقاعد کېده د پوځ لوی درستیز هم و.
د پروېز مشرف د واکمنېدلو په لومړیو کې د امریکا په مشرۍ د طالبانو د پرځولو لپاره نړیواله ټولنه جوړه شوه.
نوموړی له دې ټلوالې سره ملګری او ډېرې پوځي او مالي مرستې یې خپل هېواد ته خپلې کړې.
خو د ۲۰۰۷ کال ټاکنو کې د پیپلز ګوند له بریالیتوب وروسته یې د ۲۰۰۸ کال په لومړیو کې دریځ په ډرامايي ډول کمزوری شو او پارلمان کې د مخالفو ډلو د دې ګواښ له امله چې استیضاح به شي د ۲۰۰۸ کال د اګسټ پر ۱۸ یې له واک استعفا وکړه.








