مساپره ښځه د پیلوټ په څوکۍ کې؛ چینایی پیلوټ له دندې ګوښه شو

د عکس سرچینه، WEIBO/SCREENSHOT
چین کې د یوه پیلوټ دنده له هغه وروسته ځنډول شوې ده الوتکه کې د ده په ځانګړې څوکۍ یا کاکپټ کې د یوې ناستې ښځینه مساپرې تصویر خپور او خواله رسنیو کې لاس په لاس شو.
دغه تصویر که څه هم تېره جنورۍ کې اخیستل شوی، خو روانه اونۍ پر خواله رسنیو خورا ډېر لاس په لاس شو او ایرګویلین شرکت د پیلوټ دنده وځنډوله. تصویر کې دغه ښځینه مساپره داسې حال کې لیدل کېږي چې د پیلوټ کابین کې ناسته ده او خوراک، څښاک هم ورته ایښي دي.
هوايي شرکت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، پیلوټ د الوت خوندیتوب اصول تر پښو لاندې کړي دي. د دولتي رسنۍ ګلوبل ټایم رپوټ کې ویل شوي، پېښه د جنورۍ پر څلورمه هغه مهال شوې چې جي ټي ۱۰۱۱ شمېره الوتکه له ګیویلین ښاره یانګژو ته پر لاره وه.
د دغې پېښې تصویرونه اوس پر ځايي خواله رسنۍ ويېبو لاس پر لاس شوي دي. په تصویر کې ناسته ښځه داسې حال کې لیدل کېږي چې د بري نښه (وې) پر ګوتو ښيي او له تصویر سره یې لیکلي:
''ډېره خوشحاله یم او له کپتانه مننه کوم. ''
د چین خبري خدمتونو نومې ویېبپاڼې په رپوټ کې ویل شوي داسې ګومان کېږي چې په تصویر کې لیدل شوې ښځه د الوتکې خدمې برخه کې د ځايي پوهنتون محصله ده.
ګیویلین هوايي شرکت داسې څه نه دي ویلي چې تصویر د الوت پر مهال اخیستل شوی دی، خو چینايي پیلوټان او شنونکي په دې اند دي چې تصویر داسې حال کې اخیستل شوی چې الوتکه په هوا کې وه.
د دغې الوتکې پیلوټ چې نوم یې نه دی یاد شوی، د چارواکو په خبره د ټول عمر لپاره پرې د الوت بندیز لګېدلی، خو دا معلومه نه ده چې په شرکت کې له نورو دندو هم شړل شوی که نه.









