تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
نژدې دوه نیم متره مار د مړې ښځې تر غاړه تاو شوی وموندل شو
د امریکا متحدو ایالتونو په انډیانا ایالت کې د یوې ښځې مړی داسې حالت کې موندل شوی چې اته فوټه یا دوه اعشاریه څلور متره اوږده اژدها یې تر غاړه تاو شوې وه.
ځايي پولیس په اکسفورډ نومي ښار کې یوه کور ته بلل شوي وو، خو کله چې پولیس هلته ورسېدل ۳۶ کلنې لورا هرسټ ساه ورکړې وه.
په دغه کور کې ۱۴۰ نور ماران موندل شوي دي او داسې باور کېږي چې دغه کور په ځانګړې توګه د وحشي ژویو ساتنې لپاره چمتو شوی و. ویل کېږي له دې نه ۲۰ ماران د مېرمن هرسټ و، چې دا به یې لیدو ته اونۍ کې دوه ځله ورتله.
د ځايي ورځپاڼې ژورنال او کوریر په رپوټ کې ویل شوي، د کور څښتن د ځايي پولیسو افسر ډان مونسن دی، چې وايي کله چې کور ته ورغی، مېرمن هرسټ یې پر غولي بې هوښه ولیده.
نوموړي د مېرمن هرسټ مړینه 'خواشینونکې پېښه ' بللې او په خبره یې دې لړ کې 'له هر چا سره همکارۍ ته چمتو دی. '
د انډیانا پولیسو افسر کیم ریلې وايي، هغه کس چې مېرمن هرټ یې وموندله کولای شوای د هغې له غاړې اژدها لرې کړي، خو په وینا یې ښځه وار له مخه وژل شوې وه. نوموړی وايي:
''سبب یې چې هر څه وي، خو په ظاهره داسې ښکاري مار یې له پنجرې راایستلی و او هغسې ورسره بوخته شوې، چې خلک ماران پالي. ''
نوموړی وايي، د جمعې پر ورځ به د عدلي طب چارې تر سره شي.
دغه ډول اژدهې چې د پایتهون نوم ورکړل شوی، د نړۍ تر ټولو اوږده ماران دي، چې تر لسو مترو پورې اوږدالی هم درلودلای شي.
د نړیوالو ریکارډونو کتاب ګېنیز بک اف ورلډ ریکارډ له معلوماتو سره سم دغه ډول تر ټولو اوږد ژوندی مار اووه اعشاریه شپږ متره اوږد دی، چې ۲۰۱۱ کال کې کنساس سټي سیمه کې نیول شوی دی.
دغه ډول ماران له انسانانو ډاریږي او معمولاً په ګڼو ځنګلونو کې ژوند کوي.
د اژدهو دغه ډول په افریقايي سارا، اسټرالیا، نیپال، هند، شري لنکا، چین او ټوله سویل ختیځه اسیا کې پریمانه موندل کېږي.