تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د تشناب پر کمود ناسته ښځه مار وچیچله
اسټرالیا کې یوه ښځه هغه مهال مار وچیچله چې تشناب کې پر کمود ناسته وه. ویل کېږي د برزبین اوسېدونکې ۵۹ کلنه هیلن رچرډز ځکه بختوره وه، چې د هغې چیچونکی مار زهرجن نه و.
هیلن د یوه خپلوان کره وه، چې په تشناب کې یو نیم میتر اوږده کارپټ پایتهن ډوله مار چیچلې. جاسمین زیلیني چې مار یې له کموده راایستلی وايي، د استرالیا په اوسني تاوده موسم کې د تشنابونو نلونو کې د مارانو تګ راتګ معمول دی.
هیلین 'کوریر مېل ' نومي ځايي ورځپاڼې ته وویل، 'د مار له چیچل کېدو وروسته مې ټوپ کړل او چې شا ته مې وکتل کشپ غوندې یو شی مې ولید، چې سر یې بېرته کمود کې دننه کړ. '
جاسمین زیلیني وايي، د هیلین پر ټپ یې دارو درمل وموښل.
له بي بي سي سره خبرو کې جاسمین زیلیني وايي، 'پر کمود د مېرمن هیلین کښېناستو له کبله مار ته د بهر وتلو لار تړل شوې وه او د ډار له کبله یې پر هغې برید کړی. هغه وايي:
''زما د رسېدو تر مهاله هیلین مار کابو کړی و او ارام شوې وه، هغې ټوله پېښه په خورا فاتحانه انداز سمبال کړې. ''
کارپټ پایتهن ډوله ماران د اسټرالیا په ختیځو ساحلي سیمو کې ډېر دي، زهر نه لري، خو له چیچلو وروسته یې د د 'ټیټنیس شاک ' اړین بلل کېږي.
اسټرالیا کې له تېرو څو ورځو راهیسې خورا سخته ګرمي ده، چې ډېر ریکارډونه یې مات کړي دي. رپوټونو کې ویل شوي د دغې ګرمۍ له کبله ګڼ شمېر حیوانات او خځنده وژل شوي دي.