داسې مار موندل شوی چې درې سترګې لري

اسټرالیا کې چارواکو د یوه داسې مار تصویرونه خپاره کړي چې دوی وايي، د دغه هېواد په یوه لویه لار کې یې موندلی دی. د شمالي اسټرالیا طبیعت ساتنې چارواکو دغه موندنه د خواله رسنیو کاروونکو 'عجوبه ' بللې.

دوی وايي، دغه کم عمره مار په مارچ میاشت کې له موندل کېدو ایله څو اوونۍ وروسته ومړ چې دوی د مونتې پیتهون نوم ورکړی و.

کارپوهان وايي، داسې ښکاري چې د مار په سر کې درېیمه سترګه د کوم طبیعي جنیاتي بدلون له کبله رامنځته شوې ده.

طبیعت ساتونکو دغه مار د ډاروین سیمې په سویل ختیځ کې ۴۰ کیلومتره لرې له هومپتې سیمې موندلی و.

چارواکو بي بي سي ته وویل، د اوښتې بدني بڼې له کبله دغه ۴۰ سانتي متره اوږده مار په خوراک کې ستونزه درلوده.

د طبعت ساتنې چارواکي وايي، له ایکسرو ښکاریده چې مار دوه یو ځای سرونه نه درلودل.

دوی پر فېسبوک پاڼه لیکلي:

''بلکې دې مار یوازې ککرۍ درلوده چې د درېیو سترګو لپاره پکې سوري موجود وو او درې سره سترګو یې حرکت کاوه. ''

د کوین لنډ پوهنتون مارانو ماهر پروفیسر بریان پرای وايي، دغه ډول بدلون د تکامل طبیعي برخه ده:

''هر نوی زېږېدلی مار څه نه څه تغیر لري - دغه یو یو څه بدرنګی او بې ډوله دی. ما له دې مخکې د دریو سترګو لرونکی مار نه و لیدلی، خو موږ په خپل لابراتوار کې د تایلنډي غبرګوني دوه سری مار لرو. ''

نوموړی وايي، ''کېدای شي دا د یوه بل غبرګوني د وجود خورا لږ برخه وي چې د ده وجود کې جذب پاتې شوې وي. ''