د پاکستان تر ولکې لاندې کشمېر کې د خپلواکۍ غوښتونکو احتجاج

د عکس سرچینه، M A JARRAL
دوې ورځې کېږي چې د پاکستان تر کنترول لاندې کشمیر کې له شلو د ډېرو تظیمونو اتحاد پیپلز نېشنل الاینس 'پي این اې ' د خبریالانو له ټولنو سره ګډې مظاهرې روانې دي.
دغه فعالان چې د کشمیر د خپلواکۍ پلویان دي، غواړي د پاکستان تر کنټرول لاندې کشمیر او ګلګت بلتستان سیمې خپلواک پارلمان ولري او د جمو کشمیر په ګډون ټولې سیمې خپلواکې شي.
دې فعالانو د دوشنبې پر ورځ احتجاج پیل کړ او له بېلا بېلو سیمو یې د مرکز مظفراباد پر لور لاریونونه پیل کړل. د سې شنبې پر ورځ مظاهره کوونکو لوحې لېږدولې چې د جمو کشمیر خپلواکۍ په ګډون د قانوني حقونو شعارونه پرې لیکلي وو.

د عکس سرچینه، SHAHZEB AFZAL
د لاریون یوه ګډونواله سیده رفیقي وايي:
''موږ ځکه احتجاج کوو چې ۷۲ کاله کېږي، دلته او هلته د غلامانو په څېر ساتل شوي یو. موږ د خپلې ازادۍ او خپلواکۍ لپاره راوتلي یو. زموږ مجاهد ځواک چې له پاکستانه سره دی، باید بېرته راکړل شي، موږ به خپله پر کشمیر حکومت کوو، نه هند ته اړتیا لرو او نه هم پاکستان ته ''.
بل لور ته ځايي پولیسو هغه وخت د دې مظاهره کوونکو مخه ونیوه، چې دوی د پاکستان تر کنټرول لاندې کشمیر د اسمبلۍ پر لور لاریون پیل کړ.
رپوټونو کې ویل شوي، د پولیسو او مظاهره کوونکو تر منځ سخت اخ و ډب شوی او ګڼ شمېر مظاهره کوونکي ټپیان شوي دي.
مظاهره کوونکي ادعا کوي چې د اوښکې بهوونکي غاز له کبله دوه کسان وژل شوي دي، خو د ځايي روغتون مشر نعمان بټ وایي، یو وژل شوی کس د زړه پر ناورغۍ اخته و او د عدلي طب له رپوټه مخکې یې د مړینې په اړه څه ویل ګران دي. پولیسو یو شمېر کسان نیولي هم دي.

د عکس سرچینه، SHAHZEB AFZAL
مظاهره کوونکو د ځينې خبریالانو له نیول کېدو وروسته د ښار بېلا بېلې لارې تړلې او ویل کېږي چې په چهله سیمه کې یې د ملګرو ملتونو د کارکونکو لاره هم ډب کړې، چې دلته هم پولیس او مظاهره کوونکي لاس او ګرېوان شوي دي.
د ځايي پریس کلب له لوري په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، د غوښتنو منلو تر مهاله به د اسمبلۍ فعالیتونو په ګډون د حکومتي فعالیتونو خبري پوښښ نه کېږي. د لومړي وزیر فاروق حیدر خان ویاند راجا وسیم وايي، لومړی وزیر د دې پېښو په تړاو خواشینی دی او د عدل او انصاف ژمنه یې کړې. ځايي پولیسو بیا په دې اړه خپل دریځ نه دی څرګند کړی.








